روزنامه هیواد

ناټو له افغانستان سره خپلې ژمنې نوې کوی

د ناټو تړون دغړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه خبرې وکړی.د جولای په میاشت کې د ناټو له سرمشریزې راهیسې، دا د ناټو د بهرنیو چارود وزیرانو او د دوی دشریکانو چې په افغانستان کې پوځیان لری لومړۍ غونډه ده.د دې غونډې په درشل کې، د ناټو د عمومی منشی مرستیال ویاند پیرز کزالی آزادۍ راډیو ته ویلی چې غونډه به نن سې شنبې اوسبا چارشنبې و شی او د ناټو دغوڅ ملاتړ ماموریت د بهرنیو چارو وزیران به له افغانستان سره د ناټو ژمنې نوې کړی.نوموړی زیاته کړه: (( دا غونډه موقع برابروی، چې ناټو یو ځل بیا په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په برخه کې په خپلو ژمنو د تائید ټاپه ولګوی. موږ تر ۲۰۲۴ میلادی کاله د افغان پوځ مالی تمویل ته ژمن یو. دا به همداراز هغه موقع وی، چې په افغانستان کې د جنګ پر وړاندې په ننګونو بحث وشی. اوس یو سخت حالت دی او په‌ دې وروستیو کې افغان ځواکونو او هم ملکیانو ته مرګ‌ژوبلې اوښتې. وزیران به په پای کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د ((سولې)) پروسې په اړه له خپل ملاتړه ډاډ ورکړی.))تمه ده ،چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح‌الدین ربانی د پلاوی په مشرۍ په‌دې غونډه کې ګډون وکړی.دا غونډه په‌داسې حال کې جوړېږې، چې په افغانستان کې د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو هڅې روانې دی.د نومبر په ۲۸مه، ولسمشر محمد اشرف غنی د افغانستان د پرمختګ او سولې په هدف د جنیوا په کنفرانس کې وویل، چې له طالبانو سره د خبرولپاره ۱۲ کسیز مرکچی پلاوى تشکیل شوى.هغه زیاته کړه: هڅه کوی د سولې داسې یو توافق ته ورسېږی چې په کې طالبان په یوه ډموکراتیکه او هر اړخیزه ټولنه کې شامل واوسی.د نومبر میاشتې په پیل کې د افغانستان د سولې او پخلاینې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، په قطر کې له طالب استازو سره خبرې وکړې او دا دى اوس هغه د افغان سولې لپاره پر درېـیم سفر وتلى دى، خو له دغو ټولو هڅو سره سره، داسې ښکاری چې په تاوتریخوالی کې ،چې هر کال په افغانستان کې په زرګونه خلک وژل کېږی، کوم کمښت نه‌دى راغلى.له ډېرې مودې راهیسې، طالبانو له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو غوښتنې رد کړی .اوس به ولیدل شی چې د افغانستان په جګړې او سولې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې تاثیرات به څه وی؟په افغانستان کې څه باندې ۱۶ زره بهرنی پوځیان د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې حضور لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید