روزنامه هیواد

ناټو تر هغو له افغانستانه نه وځی چې امنیت نه وی ښه شوی

د ناټو سرمنشی ینس ستولتنبرګ په افغانستان کې د تاوتریخوالی زیاتېدو د سولې د پروسې په زیان وباله.سرمنشی وایی: ناټو تړون به حتی که یو شمېر امریکایی پوځیان له افغانستانه ووځی هم، تر هغو له دې هېواده ونه وځی چې د دې هېواد امنیتی وضعیت ښه شوی نه وی.ده پر طالبانو ږغ وکړ، چې پر خپلو ژمنو عمل وکړی او د تاوتریخوالو په کمولو اوربند ته لار هواره کړی.د ناټو سرمنشی د دې تړون د غړیو هېوادونو له دفاع وزیرانو سره د انلاین غونډې په درشل خکې د دوحې بین الافغانی خبرو ته په اشاره وویل:((د دوحې خبرې نسلونو ته د سولې تر ټولو ښه چانس په لاس ورکوی. دوی باید د ښځو او نجونو په شمول د تېرو دوو لسیزو په لوړه بیه ترلاسه شوې بریاوې وساتی. ناټو د افغانستان اوږدمهال امنیت ته ژمنه ده. او یوازې تیره اوونۍ د ناټو غړیو او شریکانو تر ۲۰۲۴ م کاله د افغان امنیتی ځواکونو د مالی ملاتړ ژمنه تازه کړه.))همداراز وویل:(( طالبان باید په خپلو ژمنو عمل وکړی او د تاوتریخوالو په کمولو اوربند ته لار هواره کړی.دوی باید له القاعدې او نورو نړیوالو تروریستی ډلو سره اړیکې وشلوی او په صداقت خبرې وکړی.))ستولتنبرګ د ځواکونو د ایستلو په اړه وویل:((موږ به په ګډه پرېکړه وکړو، خپلې هڅې به د اصولو پر اساس همغږې کړو، په ګډه به د ځواکونو شمېر تنظیم کړو او کله چې شرایط برابر شول، هله به یو ځای ووځو، خو تر دې وړاندې نه وځو.))سرمنشی په داسې حال کې دا څرګندونې وکړې، چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ له څه باندې ۶ اوونیو راهیسې په دوحه کې خبرې روانې دی، خو تراوسه دواړه خواوو د رسمی خبرو پر اجندا موافقې ته نه دی رسېدلی.په عین وخت کې طالبانو په هلمند، تخار، غور او اروزګان کې حملو ته زور ورکړی دی.یوازې د هلمند د حملو په نتیجه کې شاوخوا ۶۰ زره تنه بېځایه شوی دی.د تیرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د ناټو غړیو هېوادونو د افغانستان د ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو پر لګښتونو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د دغو ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړی.د دوشنبې د ورځې په غونډه کې سرمنشی ینس ستولتنبرګ وویل: (( د نن ورځې ژمنې پر هغه اعتماد له بیا ټینګار سره مرسته کوی ،چې له افغان امنیتی ځواکونو سره د دوی ملاتړ به تر ۲۰۲۰ میلادی کال وروسته هم په قوت دوام کوی.د سرمنشی پر وینا د ۲۰۲۰ د اکتوبر له پنځمې څخه د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو له صندوق سره تر ۳ میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالره ډېره مرسته اعلام شوې ده.))د افغانستان د ملی اردو د مالی ملاتړ بسپنه یا صندوق په ۲۰۰۷ م کال کې جوړ شو.د ناټو غړیو هېوادونو ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۴ م کاله به د دې بسپنې له لارې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو مالی ملاتړ ته دوام ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید