روزنامه هیواد

ناټو او نړیواله ټولنه افغانستان یوازې نه پرېږدی

د امریکا په مشرۍ د ناټو غړیو هېوادونو یوځل بیا اعلام وکړ، چې افغانستان یوازې نه پرېږدی، طالب او ترهګرې ډلې به پرې نږدی، چې بیا په افغانستان کې ځالې جوړې او له هغه ځایه سیمې او نړۍ ته خطر پېښ کړی. ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې له افغانستان سره د همکارۍ او مرستو د دوام په اړه پرون او نن په بروکسل کې خپله دوه ورځنۍ غونډه را بللې ده، د ناټو سرمنشی ویلی، چې د افغانانو د امنىت او ساتنې په خاطر په افغانستان کې پاتې کېږی او نه غواړی چې دغه هېواد ىو ځل بىا د ترورېستانو په خوندی ځاى بدل شی. د ناټو عمومی سرمنشی ىنس سټولټنبرګ وایی: که ناټو له افغانستانه ووزی لګښت به ىې تر هغه ګران تمام شی چې په افغانستان کې اوس دى. ښاغلی سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنىو چارو د وزىرانو د غونډې د اجنډا په اړه خبرىالانو ته ووىل (( موږ باىد له افغانستانه د وتلو بىه هلته له پاتې کېدو سره محاسبه کړو،موږ باىد ىو واقعبىنه تحلىل ولرو که افغانستان پرېږدو، طالبان راځی او دا ىو لوى خطر دى، د بېلګې په توګه موږ پوهېږو چې القاعده هلته ده، داعش هلته دى او موږ پوهېږو چې داعش په خپلې مرکزی هستې سره په شام او نورې ترورېستی شبکې چې په اروپا کې لری کار کوی.)) نوموړی زىاته کړه چې ناټو به د افغان سرتېریو ملاتړ ته دوام ورکړی. ناټو به په افغانستان کې خپل ماموریت نور هم تمدید کړی. له دې وړاندې د امریکا حکومت او خپله د دفاع وزارت ویلی، چې افغانستان یوازې نه پرېږدی او ترې وتل ورته په ستره بیه تمامېږی، په دې اړه د ناټو توافق شته او افغان حکومت یې هم هرکلى او ملاتړ کوی، افغانستان له ناټو او امریکا سره ګډ شراکت لری او له دواړو سره یې ګډ امنیتی او دفاعی تړونونه لاسلیک کړی دی،سربېره پر دې افغانستان له امریکا سره ستراتیژیکه ملګرتیا هم لری، د همدغو تړونونو پر بنسټ امریکا او ناټو له افغانستان سره په پوځی، روزنیزو، پرمختیایی او بنسټیزو چارو کې همکاریو او ملاتړ ته دوام ورکوی. غوره دا ده، چې هم افغانستان د امریکا په مشرۍ د ناټو ملاتړ ته اړتیا لری او هم د امریکا په مشرۍ ناټو افغانستان ته. د دې لوریو متقابلې همکارۍ او مرستې لازمې او ملزومې دی. د افغانستان امنیت او ثبات هغوى ته مهم دى او د هغوى په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ په اوسنیو حالاتو کې د افغانانو لپاره حیاتی ارزښت لری. بل لورى د جنیوا د تېرې اوونۍ په غونډه کې نړیوالې ټولنې هم د افغان حکومت د پلانونو او کړنو ملاتړ کړى او په هغې غونډه کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره ۴۷۴ میلیونه یورو مالی مرستې او اوږدمهالې همکارۍ اعلام کړې. دا د افغان حکومت د مشرتابه هغه پالیسی ده، چې نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه یې د امریکا په مشرۍ ناټو ته قناعت ورکړى، چې له افغانستان سره د نړیوالې ترهګرۍ پرضد ګډو مبارزو او همکاریو ته دوام ورکړی. دې ته په کتو سره دې د افغانستان دښمن هېوادونه پوه شی ، چې په افغانستان کې د دوى تپل شوې جګړه بې ځایه ده او نه هم د ترهګریزو او اورپکو فعالیتونو په دوام سره د نړیوالې ټولنې اوولس کلنې هڅې ناکامولى شی! بلکې له افغانانو سره نړیوال ملاتړ دښمنانو ته پیغام ورکوی، چې افغانستان به یوازې نه وی! افغانان هم د ناټو او نړیوالې ټولنې همکاریو ته سخته اړتیا لری او له همدې امله یې تود هرکلى او ننګه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید