روزنامه هیواد

ناټو او اروپایی ټولنه: پاکستان ته د ډاکتر عبدالله سفر به ښې پایلې ولری

په افغانستان کې د ناټو او اروپایی ټولنې استازو له سیمه ییزو هېوادونو د افغانستان سولې په برخه کې د پوره ملاتړ غوښتنه وکړه.په افغانستان کې د ناټو ملکی استازی سټیفانو پونتیکورو پر ټوېټرپاڼه لیکلی، اسلام آباد ته د عبدالله سفر هیله من کړی دی.نوموړی زیاته کړې، دوی د افغانستان سولې پروسې په برخه کې د افغانستان او پاکستان د اړېکو د پیاوړتیا ملاتړ کوی.ده پر ټولو سیمه ییزو فعالینو غږ کړی، چې د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات ملاتړ وکړی.په ورته مهال بیا د اروپایی ټولنې استازی اندریاس وان برنت ویلی، دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړېکو د پیاوړتیا غوښتونکی دی او هیله یې ښودلې، چې پاکستان ته د عبدالله سفر به ښې پایلې ولری.د ناټو او اروپایی ټولنې استازو دا څرګندونې په داسې مهال کړی چې پرون سهار عبدالله عبدالله د لوړپوړی دولتی پلاوی په ملتیا اسلام آباد ته لاړ او هلته یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه‌محمود قریشی سره وکتل.عبدالله له شاه محمود قریشی سره په لیدنه کې د افغان سولې پروسه کې د پاکستان رول ستایلی دی. شاه محمود قریشی ویلی چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید