روزنامه هیواد

م.م : پر افغانانو غږ کړی چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما د شفافو او باور وړ ټاکنو ټینګار کړی او ویلی یې ، چې اړوند انتخاباتی بنسټونه باید د خلکو د رایې ورکولو له قانونی حق څخه د دفاع لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوی .

یوناما ویلی، چې انتخاباتی کمېسیونونه، مدنی ټولنه، کاندیدان او نورې اړوندې ادارې، چې د انتخاباتو لپاره کار کوی، د رایې ورکولو له ورځې څخه وړاندې خپلې هڅې دوه برابره کړی، چې ټول په شرایطو برابر افغانان له خپل قانونی حق څخه په استفادې رایه ورکړی.

د یوناما مشر تدامیچی یاماموتو ویلی: (( رایه ورکول یوازې د مدنی مسوولیت خبره نه ده، بلکې په افغانستان کې د لاس‌ته راوړنو د ساتنې او د سوله‌ییزو سیاسی پروسو څخه د ملاتړ ښودلو لاره ده))

یوناما ټینګار کړی، چې هېڅ څوک د انتخاباتو پر شرایطو برابر له راجستر شویو افغانانو څخه د رای ورکولو حق نه شی اخیستلى او د انتخاباتی کمېسیونونو په ګډون یې له کاندیدانو، مدنی ټولنې، رسنیو او عالمانو څخه غوښتی، چې خلک په راتلونکو انتخاباتو کې رایې ورکولو ته وهڅوی یوناما په داسې حال کې په افغانانو د رایه ورکونې غږ کوی، چې وسلوالو طالبانو د ټاکنیزو مبارزو له پیل خبرداری ورکړى وو، چې که په ټاکنو کې برخه واخلې په مرګ په یې وګواښی.

بل لور یوناما همدارنګه په ټاکنو کمېسیون غږ کړى شفافو انتخاباتو ته لار هواره کړی وړمه ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم افغانانو ته ډاډ ورکړ، چې د جمهوری ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې د عدالت تامینولو ته ژمن دی ټاکل شوې چې د جمهوری ریاست انتخابات د میزان ۶ په افغانستان کې د رایې ورکولو په ۴۹۴۲ مراکزو کې ترسره شی

ممکن است شما دوست داشته باشید