روزنامه هیواد

م . م :د سولې په خبرو کې باىد د افغان مېرمنو  پراخ حضور په پام کې ونیول شی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان مشر چې د افغانستان د بشری  حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې سىما سمر ىې ملتىا کوله، پرون په رسمی سفر کندوز ولاىت ته ولاړ.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مشر تادامىچې ىاماموتو په کندوز کې د سولې په بهېر کې د افغان ښځو د رول په تړاو تر سرلىک لاندې په ىو ورځنی سىمىنار کې د وىنا پرمهال ووىل: د سولې لپاره په خبرو کې باىد د افغان مېرمنو پراخ حضور په پام کې ونیول شی، چې عدالت پلى شی او موږ به تل د افغان دولت په خواکی ىو: (( د سراسری سولې لپاره د ځوانانو، مېرمنو او د خلکو رول خورا مهم دى، ټول باىد په هېواد کې د سولې لپاره په مسوولىت کار وکړی.))د افغانستان د بشرى حقونو د خپلواک کمېسىون مشرې سىما سمر ووىل چې په هېواد کې روانه جګړه تباهی ده او په ځانګړې توګه نجونې د همدې بدمرغې جګړې له کبله له زده کړو محرومې شوی او لا د زده کړې ساحه د نجونو لپاره محدودېږی: (( په سوله کې د ښځو رول کلىدی دى، موږ د څلورو لسىزو اوږدې جګړې د پاى ته رسېدو په هدف د هر لوى او واړه قدم د پورته کېدو ستاىنه کوو او د هېواد هر وګړى باىد ژمن شی چې دوى به نور په ملی مسوولىت سره په هېواد کې د روان بشری ناورىن په پاى ته رسېدو کې خپل رسالت ادا کوی.))د کندوز والی عبدالجبار نعىمی په دغه سیمینار کې له نړىوالې ټولنې وغوښتل چې د سولې د ټنګښت په برخه کې ریښتىنې همکاری وکړی، چې نور افغانان ونه وژل شی او نه هم خلک په ىو او بل نوم وځورول شی.(( په سوله کې د ښځو رول )) تر سرلىک لاندې په دغه ىو ورځنی سىمىنار کې، په افغانستان کې د ىوناما، د بشری حقونو د دفتر ریىس، دولتی چارواکو، د پوهنتون استادانو، مدنی فعالانو، خبرىالانو، ځوانانو، ښځو او محصلانو هم ګډون کړى و.

ممکن است شما دوست داشته باشید