روزنامه هیواد

م.م افغانستان ته د میلیونونو ډالرو مرستې غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د خوراکی توکو او زراعت سازمان، د چهارشنبې په ورځ په افغانستان، سورىې، سوډان او نورو سىمو کې د (( نړۍ د هغو کړکېچونو د تموىل لپاره چې کافی منابع په اختىار کې نه لری)) د ۱۲۰ مىلىونه ډالرو غوښتنه وکړه. په روم کې د دې ادارې له اصلی مقر څخه وىل شوی ، چې که دغو سىمو ته چې له مخه پر ډېرىدونکې لوږې او بشرى اړتىاو سره مخامخ دی په بېړنۍ توګه مرستې و نه رسېږی، نو د ۲۰۱۸ م کال په دوىمې نىماىی کې د وضعىت د لا خرابېدو جدی ګواښ موجود دى.دې سازمان وىلی دی چې په افغانستان سوډان او سورىې کې وچکالی، په بنګله دېش کې سخت موسمی بارانونه، په مرکزی افرىقا جمهورىت کې تاوترىخوالى، په هاىتې کې سېلابونه، په عراق، مىانمار او په ساحل زون کې د حاصلاتو کمېدل په نړۍ کې هغه کړکېچونه دی ،چې په کافی اندازه نه دی تموىل شوی.د ملګرو ملتونو د خوراکی توکو او زراعت سازمان (FAO) وىلی: ((FAO د دغو خطرناکو په کافی اندازه نه تموىل شوىو کړکېچونو لپاره ۱۲۰ مىلىونه ډالرو ته اړتىا لری.))د ملګرو ملتونو دغې ادارې روښانه کړې، چې د کال په پىل کې ىې د خپلو فعالىتونو د تموىل لپاره د ىو مىلىارد ډالرو غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه ورته د دغو پىسو تر۳۰ سلنه لږ برخه ورکړل شوې ده. دا سازمان واىی ،چې دغه پىسې ىې ۳۳ مىلىونه کسانو ته د مرستې رسولو لپاره غوښتې وې.د ملګرو ملتونو د خوراکی توکو او زراعت سازمان مشر دومنىکو بارګوىن، ووىل: ((موږ باىد همدا اوس اقدام وکړو چې د خوراکی توکو امنىت او د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره لاس په کار شو، د خلکو د ژوند د مصرفولو د تموىلوونکو مواردو ساتنه باىد وکړو او خلک باىد د راتلونکو کړکېچونو پر وړاندې پىاوړی کړی.))

ممکن است شما دوست داشته باشید