روزنامه هیواد

مې غواړی چې د برېکزیټ په هکله «زړور وړاندیز» وکړی

د بریتانیا صدراعظمه ترېزا مې غواړی چې په «یو زړور وړاندیز» سره پارلمان قانع کړی چې له اروپایی ټولنې څخه د برېتانىې د وتلو تړون ته مثبته رایه ورکړی. مې د «سنډاى ټایمز» ورځپاڼه کې لیکلی چې د جون میاشتې په پیل کې به پارلمان ته «د تدابیرو بهتره شوې بسته» وړاندې کړی. داسې انتظار کېږی چې مې به د کارکوونکو د حقونو د خوندی کولو هغه تدابیر ومنی چې د کارګرانو «لایبر» ګوند یې غوښتنه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید