روزنامه هیواد

مېرکل له پوتین څخه د اوکراینی بېړۍ چلوونکو د آزادېدو غوښتنه کړې

د ارجنټاین په پلازمینه بونیس آیرس کې د جی ۲۰ سرمشریزې په څنډه کې د جرمنی صدراعظمې تېره اوونۍ د روسی عسکرو له خوا د نیول شوې اوکراینۍ کښتۍ د چلوونکو د آزادېدو غوښتنه وکړه. پوتین بیا په کیف کې حاکم ګوند جګړه کوونکی بللی دی. د جرمنی د صدراعظمې انګلا میرکل ویاند شتیفن زایبرت وویل چې د جی ۲۰ یا د صنعتی او د صنعتی کېدو په حال کې د هېوادونو په سرمشریزه کې د جرمنی صدراعظمې انګلا میرکل له خپل روسی سیال ولادمیر پوتین سره د مسکو او کیف ترمنځ د مخ په ډېرېدونکیو ترینګلو اړیکو په هکله مفصلې خبرې کړې دی.

تېره اوونۍ یو شمېر اوکراینۍ کښتۍ چلوونکی یا ماڼوګان د روسیې د سمندری ځواکونو له لوری ونیول شول. د جی ۲۰ سرمشرېزې په څنډه کې د فرانسې ولسمشر او د جرمنی صدراعظمې دواړو په ګډه له پوتین سره په لیدنه کې د اوکراینی کښتۍ چلوونکو د آزادېدو غوښتنه وکړه. د دې غوښتنې په ځواب کې پوتین د اړوندو محکمو له لارې د یادو کښتۍ چلوونکو د دوسیو پر پلټلو ټینګار وکړ.تېره اونۍ د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې په ۲۵ مه) روسیې د کېرچ په تنګی کې د اوکراین د سمندری ځواکونو یو شمېر کښتۍ ونیولې. دغه سمندر د ازوف په نامه سمندر له تور سمندر سره وصل کوی. دغه سیمه د کرېمیا ټاپو ته څېرمه موقعیت لری، هغه ټاپو چې مسکو په ۲۰۱۴م کال کې له اوکراینه ونیوه او د خپلې خاورې برخه یې وګرځاوه.د شنبې په ورځ د دسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه ولادمیر پوتین په خبری کنفرانس کې وویل چې اوکراین د کړکېچ د سوله ییز حل لپاره علاقه نه لری او د کیف حاکم ګوند یې د جګړه کوونکی ګوند په توګه یاد کړ. پوتین وویل: (( تر هغه پورې چې هغه [د کیف حاکم ګوند] په قدرت کې وی، دغه راز تراژیدۍ او جګړې به ادامه ولری.))مسکو ټینګار کوی چې د اوکراین کښتیو قانون تر پښو لاندې کړی او د روسیې اوبو ته داخلې شوې دی، خو کیف بیا د اروپایی ټولنې د بشری حقونو محکمې ته شکایت کړی او د روسیې دغه اقدام یې د روسیې له لوری د یرغل په توګه یاد کړی دی.له پوتین سره د خبرو پرمهال، د جرمنی صدراعظمې انګلامیرکل د ازوف په سمندر کې د کښتیو د تګ راتګ د آزادۍ غوښتنه وکړه. دواړه مشران په دې سره سلا شوی چې د فرانسې، جرمنی، روسیې او اوکراین ترمنځ به خبرې پیلوی ،چې په سیمه کې ترینګلتیا کمه کړی.په عین حال کې اوکراین پر روسیې پړه اچولې چې دغه هېواد د اوکراین په شرق کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوی او د روسیې له لوری د اوکراینی کښتیو او چلوونکو له نیول کېدو وروسته یې د هېواد په ځینو برخو کې جنګی قانون یا «مارشل لا» نافذ کړی او دغه هېواد ته یې د ۱۶ او ۶۰ کلونو ترمنځ د روسانو راتګ هم منع ګرځولی دی.د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو د شنبې په ورځ وویل چې کرېملېن د نړیوال نظم ازموینې ته ادامه ورکړې ،چې ووینی نړیواله ټولنه روسیې ته اجازه ورکوی چې د ازوف سمندر خپل کړی او دا چې دا هم وښیی چې د تور سمندر اوبه لا له وړاندې څخه د روسیې مالکیت دی.له پوتین سره په دې کتنه کې میرکل همدا راز هیله څرګنده کړه چې د چین او امریکا ترمنځ خبرې به ښایی د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ روان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدی. د جی ۲۰ کنفرانس په څنډه کې مېرکل د چین له ولسمشر شی جینپینګ سره هم ولیدل او دواړو مشرانو د سوداګرۍ او ملګرتیا پر موضوع خبرې کړې دی. په دې سرمشریزه کې میرکل د نړیوالې سوداګرۍ د جنجالونو د حل کولو په سازمان کې د اصلاحاتو پر اړتیا هم خبرې وکړې. نوموړې خبریالانو ته وویل: «ټول په دې سره سلا شوی چې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان یا (ډبلیو. ټی. او) کې باید اصلاحات رامنځ ته شی. دا ډېر مهم توافق دی.» په کنفرانس کې میرکل د هندوستان له لومړی وزیر نریندرا مودی سره هم خبرې کړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید