د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اروپاىی کمېسیون مشر جان کلاود ىونکر، دا ممکن بولی چې انګلا مېرکل دې د خپل صدارت د دورې له پاى ته رسولو وروسته په اروپاىی کچه رول ولوبوی: (( زه هېڅ تصور نه شم کولى چې مېرکل دې (له سىاسی صحنې) غاىبه شی.)) یونکر د فونکه په نوم رسنىزې ډلې ته ووىل: (( نوموړې نه ىوازې د درناوی وړ شخصىت لری، بلکې د ډېر محبوب څو بعدی شخصیت حىثىت هم لری.))
نوموړی د اروپاىی ټولنې د مشرۍ مقام ته په کتلو سره زىاته کړه:«هغه ډېره وړتیا لری.» ىونکر زىاته کړه چې په جرمنی کې د هغې انتخاباتی دوره ایله په ۲۰۲۱ کال کې پاى ته رسېږی.
د مېرکل له خوا په بروکسل کې د مقام د نىولو په هکله په پرله پسې ډول اټکلونه کېږی، خو مخکې له دې مېرکل وىلی وو چې د خپل صدارت دورې له پاى ته رسېدو وروسته په نورو سىاسی مقامونو کې د کار اراده نه لری.
د اروپا له پارلمانی ټاکنو وروسته د مې مىاشتې په پاى کې، د اروپاىی ټولنې د کمېسیون د مشرتابه لپاره د ىونکر مقام او په همدې ترتىب د اروپاىی شورا د مشر په توګه د ډونالډ ټوسک ځاى ناستى هم ټاکل کېږی.
۶۴ کلن سىاستوال ىونکر په دې هڅه کې دى چې د اروپا له ټاکنو وروسته د اروپاىی ټولنې د کمېسیون مشر باىد له ىوه پیاوړی ګوند څخه وټاکل شی او ىا حد اقل وړاندىز شی.ىونکر په دې اړه ووىل، چې زه د پیاوړی کاندید د سیستم پلوی یم.خو څارونکی په دې نظر دی چې د حکومتونو او دولتونو مشران به په دې برخه کې ټاکونکى رول ولری.
په لوګزامبورګ کې دغه دىموکرات سىاستوال پرېکړه کړې چې په دغه مقام کې د دوىمې دورې لپاره له کاندیدۍ ډډه وکړی. د هغه کاری دوره د اکتوبر مىاشتې په ۳۱ مه پاى ته رسېږی.
نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه غواړی د تارىخ په کتابونو کې د خپل ځان په اړه څه ولولی، ووىل: (( هغه په صداقت سره کوښښ کړى دى. شاىد دا اضافی جمله زما په اړه ښه وی، هغه ځینو کارونو ته نظم بخښلى دى.))
ىونکر په دې مرکه کې د ىو شمېر روانو سىاسی مسایلو د هغو له جملې څخه له برىتانىی سره د اروپاىی ټولنې د اړیکو په هکله هم خبرې وکړې. نوموړی د اندېښنې په څرګندولو سره ووىل چې د برېکزېټ پر ځنډېدو سربېره، بىا هم له اروپاىی ټولنې په غىر منظم ډول د برىتانىی د وتلو خطر موجود دى.