روزنامه هیواد

(( میدان وردګو ته کمانډو ځواکونه لېږل شوی ))

دملی دفاع وزارت وایی: دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو د احتمالی بریدونو د مخنیوی لپاره تازه دمه کمانډو ځواکونه ځای پر ځای کړی دی.دفاع وزارت وړمه ورځ په خپره کړې اعلامیه کې ویلی، چې د یادو تازه دمه ځواکونو ځای پر ځای کېدو سره به په دغه ولایت کې امنیتی کمربندونه نور هم پیاوړی شی.په اعلامیه کې راغلی چې د دغه امنیتی تدابېرو په لړ کې په میدان وردګو کې نوی امنیتی پوستې او بیزونه جوړ شوی او د امنیتی او دفاعی ارګانونو ترمنځ ښه همغږی رامنځته شوې ده.تازه دمه افغان کمانډو ځواکونه پر داسې مهال په میدان وردګو کې ځای پر ځای کېږی چې په دې وروستیو کې د سولې خبرو له پیلېدو سره هم مهاله د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو بریدونه زیات کړی دی.تېره اوونۍ د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابی او په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت عمومی قوماندان سکاټ مېلر کندهار ته د سفر پر مهال هم دا خبره وکړه.لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء ویلی، چې وسله والو طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنو په شمول بریدونو ته زور ورکړی دی.نوموی زیاته کړې وه: ((طالبان د روانو مذاکراتو څخه ناوړه استفاده کوی او د سړک غاړی او پرسونل ضد ماینونو په شمول یې خپلو حملو ته شدت ورکړی.))د کورنیو چارو وزارت سرپرست لوی پاسوال مسعود اندرابی هم ویلی وو: (( زموږ قوتونه په دفاعی حالت کی قرار لری ولی طالبانو د تل په څیر خپلو ترهګریزو حملو ته دوام ورکړی ، خو د هېواد سرښنده سرتیرو ورته په هر میدان کی غاښ ماتوونکی جواب ویلی او دښمن یې هدف ته تر رسېدو مخکی له منځه وړی.))افغان امنیتی چارواکی او د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان پر داسې مهال د طالبانو له خوا د بریدنو زیاتېدو خبر ورکوی، چې په دوحه کې شااوخوا ۲۴ ورځې مخکې د ((افغانستا د سولې مذاکرات)) پیل شول.د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په دې وروستیو کې ویلی چې د سولې خبرو له پیلېدو سره تاوتریخوالی زیات شوی چې د اندېښنې وړ دی.بلخوا ولسمشر محمد اشرف غنی هم وړمه شپه د ملګرو ملتونو سازمان د عمومی مجمع ۷۵یمې غونډې ته انلاین وینا کې ویلی ،چې د افغانستان د خلکو لومړیتوب د تاوتریخوالی کمېدل او اوربند دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید