روزنامه هیواد

مولوی ریحان، د زړونو ملا 

‎د ګردې ( بډوډی ) له درده په اړخ را واوښتلم. موبایل مې وشرنګېده. یوې ملګرې مې د مولوی سمېع الله ریحان انځور راولېږه. ورته وموسېدم، دې ته مې بېرته ولیکل چې دا سړی ‌‌‌‌‌‌ډېر قند دی. لا مې موبایل بېرته نه و اېښی ‎چې راته وې لیکل: ((دی یې هم شهیدکړ))

په سترګو مې تیاره شوه. په ځان نه یم پوهېدلې، چیغې مې کړې. مور ته مې ورمنډې کړې، سلګۍ مې ستونی کې ونیښتې، اوښکې مې په سترګو کې وچې شوې.

دوه ورځې مخکې مې د ایکارټ ټولی کتاب لوست. لیکلی یې وو، (( د ژوند راز دا دی، چې له مرګه مخکې ومرئ، پوه به شئ چې اصلاً د مرګ په نوم څه نه شته.))  ‎د فرانسوی فیلسوف ژان پل سارتر خبره ورسره رایاده شوه چې باور یې درلود، ‎نیستی د هستۍ بدل شوی شکل دی. مثلاً وایی، که یو اورلګېد اور واخلی، نو له منځه نه ځی،بلکې له لرګی یې شکل اېرو ته بدلېږی. مانا دا چې نیستی نه شته، هر څه هستی ده، خو یوازې بڼې یې بدلې. ‎دستی مې د غنی خان بیت د زړه کونج کې زمزمه کړه:

‎نه منم، نه منم یاره مرګ انجام د هستۍ نه دی

‎خلاصېدل شراب په جام کې، اختتام د مستۍ نه دی

ښایی ژوند کې مې هم هغه ورځ لومړی وار و چې د مرګ وېره مې احساس نه کړه او د جګړې وطن کې مرګ ذهن ته رانه غی. لیکن نن چې مې د مولوی سمېع الله ریحان د مرګ واورېدل، لکه له خوبه چې راویښه شم. لکه واقعاً چې تګ او پناه کېدل شته. مولوی صاحب ریحان زموږ کور کې د ټولو په زړه جوړ و. مور مې یوه خپرونه نه پرې ښودله. درې ورځې مخکې روژه ماتی ته راکره راغلی و. ورور مې وویل، چې یوازې د پالکو پیرکی یې وخوړ او پر له پسې یې اوبه څښلې. ملا ریحان یوازې زموږ د کور د دینی مجلس نقل نه و، بلکې چې یاداوه به مو موږ ټولو خندل. ده د خبرو عجیبه طریقه لرله، په بحثونو کې به سپین غږېده، نېغه خبره یې کوله، زړور و، ټوکې یې کولې او عجیب مثالونه به یې ورکول. ملا ریحان د خپل تخلص غوندې، د ریحان د ګل غوندې په زړه نرم سړی و. هېچاته یې ونه ویل چې د دین په نوم بل انسان ووژنئ.

‎وایی سل دې ومره، د سلو سر دې مه مرمه. مولوی ریحان د سر سړی و، له عامو خلکو سره یې اړیکې وې. هر مازدیګر به د تلوېزیون له لارې د هر کور مېلمه و، په خبره یې لوی او واړه پوهېدل. پېچلې دینی مسئلې یې په ‌‌‌‌‌‌ډېره رسا او ساده ژبه بیانولې. مولوی ریحان د نورو ‌‌‌‌‌‌ډېرو ملایانو غوندې له ژوند کولو نه ‌‌‌‌‌‌ډارولو، بلکې تل یې خلک هڅول چې ګټور ژوند وکړی. کار وکړی، زحمت وګالی، وطن او بشر ته یې خیر ورسېږی. ما د ده له خولې دا خبره دوه کاله وړاندې نقل کړې وه:

په شمشاد را‌‌‌‌‌‌ډیو کې مولوی ریحان وویل : (( هر هغه ملا امام، عالم او شیخ الحدیث چې هېوادنۍ مینه یې په زړه کې نه وی، د ټولنې له درده نه وی خبر، ملی شتمنیو ته درناوی نه لری او په دې ملت یې زړه نه خوږېږی لمونځ نه پسې کېږی. هر هغه چا چې داسې کس پسې لمونځ کړی، لمونځ دې بېرته وګرځوی او داسې کس دې له محرابه وشړی، چې وطن جوړ شی.))

یوه ورځ یې وویل، چې د کور په ښځو مهربان واوسئ. په پخلی او د کور په نورو کارونو کې ورسره مرسته کوئ. ښځو ته مخاطب شو او ویې ویل: ستاسې ستاینه ستاسې  په مېړونو فرض ده. که پیسې او شتمنی لری تاسې ته یې نه درکوی، تاسې ته روا ده، چې د ده له اجازې پرته یې راواخلئ. ‎درې کاله وړاندې یې مولانا عبدالغفور پېروز شهید کړ، لا یې بدیل نشته او نن ملا ریحان ! بې له ملا وطن کې سوله نه شی راتلای، د جګړې لمن نه ټولېږی، خو چې کوم یو د سولې غږ کوی، له مرۍ نیول کېږی.

دا چې ځړېږی مخامخ درته په دار سرونه

‎په دې وطن کې خو همدغه و د کار سرونه

‎            دروېش درانی

مازدیګر دی، مور مې غلې ناسته ده. تلوېزیون یې بند دی، د ریحان غږ دپ شو. د ټولی، سارتر او غنی خان په تعریفونو مې شک شو. مرګی شته او دې وطن کې له بل هر ځایه ‌‌‌‌‌‌ډېر او ارزانه دی. موږ د داسې هېواد اوسېدونکی یو چې، حتا د خدای په کور کې د خدای په نامه له بې وخته مرګی په امن نه یو. دا لنډۍ مې د ذهن پردو کې اوړی را اوړی:

پرون یې مړ بې په دینۍ کړم

نن مې د دین په توره دار ته خېږوینه.

شفیقه خپلواک

ممکن است شما دوست داشته باشید