روزنامه هیواد

موقت حکومت د افغانستان ثبات لا خرابوی

په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې د استازی مرستیال وایی، په افغانستان کې موقت یا انتقالی حکومت د دې هېواد حالات لا خرابوی.ارناوت پاوس وویل: بیړه ناک او ناسنجول شوی اقدام به د دې پر ځای، چې افغانستان ته سوله او ثبات راوړی، د دې هېواد اوسنی ثبات به هم له منځه یوسی.ده چې دا څرګندونې په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه د امریکا وروستی وړاندیز ته په اشارې کولې، همداراز وویل : (( موږ په قدرت کې د هېڅ راز فوری بدلون پلوی نه یوو، ځکه چې خبره یوازې د واک نه ده، بلکې مسله دا ده ،چې په اوږدمهال کې افغانستان ته څه ورپه برخه کوی.))ده د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی رول مهم وباله او ویې ویل: ((ولسمشر غنی د هېواد د ګټو او پرمختګ لپاره د اساسی ګامونو په پورته کولو کې مهم رول لری او باید په غونډو کې وی. د ولسمشر غږ خورا مهم دی.))په افغانستان کې د اروپایی اتحادیې مرستیال استازی په افغانستان کې د تاوتریخوالی پر زیاتوالی اندېښنه وښوده او له حکومته یې وغوښتل چې د هدفی وژنو عاملان ونیسی.په همدې حال کې ټاکل شوې ده ،چې د روان اپریل په ۱۸ د تورکیې (ترکیې) په استانبول کې د افغانانو غونډه جوړه شی.دا غونډه د افغانستان د سولې په اړه د پرېکړو لپاره ډېره مهمه ګڼل کېږی.د افغانستان حکومت، د ملی مصالحې عالی شورا او طالبانو تراوسه پورې دا نه ده تایید کړې ،چې د استانبول غونډه به د اپریل په ۱۶ کېږی خو ملګروملتو، تورکیې او امریکا ویلی چې دا غونډه به په شپاړسمه نېټه وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید