روزنامه هیواد

موسیقی د افغانستان د خلکو د فرهنګ ارزښتناکه برخه ده

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ د تلې په څلورمه د موسیقۍ ریاست وکوت او د دغه ریاست د منسوبینو د کار او فعالیت چارې یې وڅېړلې.د دغې څېړنې په بهیرکې د موسیقۍ رییس محمد احسان عرفان د دغه ریاست د بېلابېلو برخو د فعالیتونو او کړنو په اړوند معلومات ورکړل.همدارنګه د دغه ریاست د بېلابېلو برخو مسوولینو او کارکوونکو د موسیقۍ د وسایلو او د اړتیا وړ امکاناتو د کمښت، انترنټ ته د نه لاسرسی، د پروډکشن لپاره د لازمو تجهیزاتو او مناسب ځاى د نشتوالی له پلوه خپلې ستونزې او غوښتنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره شریکې کړې.حسینې ساپۍ د موسیقۍ ریاست بېلابېلې برخې وکتلې او د دغه ریاست  له مسوولینو  او کارکوونکو سره په غونډه کې یې د هغوى کړه وړه، چې د لازمو امکاناتو له نشتوالی سره سره یې په ژمنې او لېوالتیا سره په ښه توګه خپل کارونه ترسره کړی دی، وستایل.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې څرګنده کړه ،چې موسیقی د افغانستان د خلکو د فرهنګ یوه ارزښتناکه برخه ده او خلک د موسیقۍ له لارې خپلې خوشحالۍ په ښه توګه څرګندوی او نمانځی یې.دې وویل ،چې تر اوسه د موسیقۍ په برخه کې د پاملرنې وړ کار نه دى شوى   او د موسیقۍ هنر د ودې او پیاوړتیا لپاره به، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پرمختیایی بودجه کې پیسې په پام کې ونیسی.حسینې ساپۍ ټینګار وکړ، چې د موسیقۍ ریاست باید عایداتی او پرمختیایی طرحه  چمتو کړی او له وزارتونو اونورو بنسټونو سره په همغږۍ کې، د موسیقۍ پروګرامونو د اجرا کولو له لارې عاید ترلاسه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید