روزنامه هیواد

مودی په افغانستان کې د سولې لپاره روسیې ته ځی

د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلام کړی، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او په دغه هېواد کې د تاوتریخوالی راکمولو ته ژمن دی او لومړی وزیر به یې ژر د روسیې له ولسمشر سره په دې اړه خبرې وکړی.د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویجې ګوهال ویلی:  دوی د سولې د هغو خبرو او هڅو ملاتړ کوی، چې په پایله کې یې افغانستان ته دایمی ثبات راشی او په دغه هېواد کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره فرصتونه له منځه لاړ شی.ویجې ګوهال ویلی: هند تل په افغانستان کې د سولې له پروسې ملاتړ کړی او لا هم خپل ملاتړ ته ادامه ورکوی.دده په  وینا هند په ټولو هغو مذاکراتو او کنفرانسونو کې برخه اخلی چې افغانستان تلپاتې سولې ته رسولی شی او په دغه هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو سبب ګرځی.ده زیاته کړې، چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودی روانه اوونۍ روسیې ته سفر کوی او مودی به په دغه سفر کې د روسیی له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم په افغانستان کې پر سولې او په دې برخه کې په وروستیو پرمختګونو خبرې وکړی.مودی او پوتین په داسې حال کې په افغانستان کې د سولې خبرې کوی، چې تازه په دوحه کې د نهم پړاو خبرې پای ته رسېدلی او زلمی خلیلزاد وایی، چې امکان شته دا ځل خبرې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ بین الافغانی مذاکرات ووسې.

ممکن است شما دوست داشته باشید