روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

مودی: د کرونا ویروس پر وړاندې بې‌غوری ونه‌کړئ

د هند صدراعظم نرېندرا مودی خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د کورونا ویروس پر وړاندې بې‌غوری ونه‌کړی.ده زیاته کړه: (( درنو خلکو! له تاسو غواړم چې په خپل ډېر لوړ اعتماد مه‌دوکه کېږئ. داسې فکر باید ونه‌کړو، چې کورونا ویروس موږ ته نه‌رارسېږی له دې تر اوسه زموږ ښار، کلی، کوڅې او دفتر ته نه‌دی راغلی.))مودی زیاته کړه، چې خلک باید خپل عادتونه بدل کړی، ټولنیزې فاصلې او طبی سپارښتنې، چې په‌کې د ماسک کارول ضروری دی رعایت کړی.د هند صدراعظم خپل ګڼ مېشتی هېواد ته سپارښتنه وکړه، چې د هند پخوانۍ طبی تګلاره ایورویدا چې د بدن د محافظتی سیستم د تقویې لپاره ښه دی، ترسره کړی.په ایورویدا کې یوګا کول او په پرله‌پسې توګه د ګرمو اوبو څښل شامل دی. هندوستان د مارچ له ۲۵مې عمومی قرنطین اعلام کړی او تمه ده د مې تر درېیمې به دوام وکړی.د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې هلته ټول‌ټال ۲۷ زره کسان کرونا ویروس نیولی چې له ډلې یې ۸۸۲ کسان مړه شوی.

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید