روزنامه هیواد

منظور پښتین: پاکستانی ریاست د حق غوښتنې ځواب په تشدد راکوی

په چمن کې په عامو پښتنو د پنجابی پوځ ډزو لر او بر پښتانه پارولی دی، د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین همدې پېښې ته غبرګون ښوودلی ،د ټپیانو او شهیدانو انځورونه یې پوست کړی او د پاکستانی ریاست پر وړاندې یې د خپلې مبارزې د دوام خبره کړې ده.د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په چمن کې د رامنځته شوې پېښې په هکله ویلی چې د پاکستان پوځ د دوی د حق غوښتنې ځواب په تشدد ورکوی، پښتین وروسته له هغه دا غبرګون ښیی چې وړمه ورځ په چمن کې پنجابی پوځ او ملېشو یې په عامو بې ګناه پښتنو ناڅاپی برید وکړ ګڼ شمېر عام پښتانه بې شهیدان او ټپیان کړل.پښتین وایی:  دوی په سوله ییز ډول د پاکستانی ریاست خپل حقوق غواړی ،خو د پاکستانی ریاست پوځ دردوی پر وړاندې د وسلې او شدت څخه کار اخلی، پاکستانی ریاست وروسته له هغه نه په چمن کې په پښتنو ډزې وکړې ، چې په دې سیمه کې پښتنو د خپل یووالی اعلام کړی و او هلته یې لویه غونډه جوړه کړې وه.په پښتنو د پاکستانی پوځ د ظلمونو د لړۍ د دې دوام په غبرګون کې منظور پښتون یو ځل بیا د ټولو پښتنو څخه غوښتی ،چې د دې ظلم او د دې ناروا په خلاف غږ اوچت کړی.د پاکستان پوځ په پښتنو خپل ظلم بې حده ډېر کړی ، داسې چې د پښتون د وژلو لپاره کافی ده، چې یو سړی پښتون اوسی، د پاکستان پوځ په شمالی وزیرستان کې د دېګان په سیمه کې ځوان پښتون چې ۲۳ کاله عمر یې درلود شهید کړ، اوس بیا د هېڅ جرم څخه د پاکستان پوځ په چمن کې د عامو پښتنو قتل عام پیل کړ او په بې سولې پښتنو یو ناڅاپی حمله وکړه.پاکستان تل د پښتنو د حق چېغه په قتل عام بندوی . په داسې یوه ورځ کې چې نن بیا لسګونه پښتنې میندې د غم په ټغر کېناستې، لسګونه پښتنې پېغلې بې وروره شوې، لسګونه پښتنې مېرمنې بې خاونده شوې، منظور پښتون د پاکستان د تاریخی غدارۍ یادونه کړې ده او‌ خپل غبرګون یې ویلی ، چې د حق غوښتنې پر وړاندې د پاکستان د پوځ ځواب قتل عام و او پښتین ویلی چې تر دې وړاندې د پښتنو د حق غوښتنې په مقابل کې پاکستانی پوځ د بابړې پېښه وکړه او هلته یې پښتانه قتل عام کړل او نن یې په چمن کې پښتانه په وینو سره کړل.پښتین له ټولو پښتنو غوښتی ، چې د ظلم پر وړاندې د ظالم پر وړاندې متحد شی او ددوی په وړاندې غږ اوچت کړی.که څه هم په پښتنو د پاکستان ظلم پخوانی دی ، خو اوس حالات بدل دی په همدې یاده  پېښه کې پښتنو په پاکستانی پوځ پر وړاندې په عملی ډول سخت غبرګون وښود او په دې سیمه کې یې د پاکستانی پوځ او ملېشو خېمو ته اور ورته وکړ.قهرجنو پښتنو په چمن کې په پنجابی پوځ لاره ورکه کړه د خپل وینې پوښتنه یې ترې وکړ، دوی ته یې‌ اور ورته کړ، پښتانه راټول شوی و په سمیه کې لر او بر ټول پښتانه د‌ پنجابی پوځ پر وړاندې ولاړ و او د دوی پر وړاندې یې مقابله کوله.په دې سیمه کې اوس د پنجابی پوځ له لاسه کنټرول وتلی ، هره خوا خلک د‌ پنجاب د پوځ په ضد راوتلی دی، پنجابیان د سیمې څخه پښې سپکوی .سیمې ته د ملاتړ لپاره نور پښتانه هم ورغلی دی او د پنجاب پر وړاندې د مبارزې صف قوی شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید