روزنامه هیواد

منظور پښتین: زرګونه پښتانه پاکستان کې لادرکه کړل شوی؛ باید برخلیک یې مالوم شی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایی، د پاکستان ریاست باید د هغو زرګونو لادرکو پښتنو په اړه سپیناوی وړاندې کړی چې له کلونو راهیسې یې مړی ژوندی نه دی مالوم.

ښاغلی‌ پښتین د جمعې پر ورځ د بلوچستان په چمن کې یوې ولسی غونډې ته وویل، په پاکستان کې اته زره پښتانه بې درکه دی او برخلیک یې نه دی مالوم.

نوموړی‌وویل: “موږ نه وایو، چې دا دې ټول خوشی شی، بلکې موږ غواړو دغه کسان باید محکمو ته وړاندې شی، که مجرم یې سزا به ووینی او که بې ګناه وی، باید خوشی شی”.

ښاغلی پښتین وویل، د چمن ښار په دروازه کې هره ورځ پښتانه ځورول کېږی، پر کاروبار یې هره ورځ بېړنیز حالت پلی کېږی او کاروباریان یې بې درکه کړل شوی دی.

“موږ یې غوښتنه کوو، موږ ځکه دلته راغلی یو چې د چمن له اوسېدونکو سره خپل یوالی ثابت کړو”.

د غورځنګ مشر زیاته کړه چې پښتنو تر نورو مظلومو قامونو په زیاته پسته لهجه د خپل حق غوښتنه کړې، خو په وینا یې بیا هم ورپسې ویل کېږی چې لهجه یې سخته ده.

نوموړی پر پاکستانی امنیتی ادارو تور پورې کړ، چې کله د حقونو خبره وی، دوی له هغو حقونو هم محروم ساتل کېږی، چې د پاکستان اساسی قانون کې ورکړل شوی دی، خو په خبره یې کله چې د سزا خبره شی، د جعلی پولیس رپوټونو له مخې خلکو ته سزاګانې ورکول کېږی او په زندانونو کې ساتل کېږی.

منظور پښتین وایی، دی او ملګری یې د حقونو غوښتنې لپاره میدان ته وتلی اوس نه پر شا کېږی د قامی یوالی په سفر کې یې څوک مخه نه شی نیولای:

“که دوی وایی، چمن ته نشئ تلای، موږ به چمن ته ځو، که دوی وایی، کوټې ته نه شئ تلای موږ به کوټې ته ځو، که دوی وایی سوات ته نه شئ تلای، موږ به سوات ته ځو او که دوی وایی، کابل ته نه شئ تلای، موږ به کابل ته ځو”.

تر میرانشاه وروسته بله لویه ولسی‌ غونډه

په تېرو دوه اوونیو کې دا دویم ځل دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلا ښارونو کې لویې ولسی جلسې کوی.‌ غورځنګ له دې وړاندې د نومبر په پنځلسمه د شمالی‌ وزیرستان په میرانشاه کې هم لویه غونډه کړې وه.

د میرانشاه ولسی غونډې ته په وینا کې هم د غورځنګ مشر منظور پښتین هملته اوسنیو ناامنیو او هدفی وژنو ته په پام سره بیاهم د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی، چې دا ناامنی همدوی خوروی.

ښاغلی پښتین ویلی وو: “دا هدفی وژنې عبث نه دی زیاتې شوې، دوی دې ته بیا دا نوم ورکوی، چې دلته ترهګری ده،‌ ها دی او دا دی او په دې نامه دا وطن ورانول او بیا نیول غواړی.‌ خو زموږ یوه وعده ورسره ده،‌ چې بیا دا کار ته نه شې کولی، جرنېله وخت دی تېر شو، اوس ستا وخت نه دی او د پی ټی ایم وخت دی”.

ښاغلی پښتین په دې وینا کې د سیمې خلکو ته وویل، په سیمه کې تر هدفی وژنې سمدستی وروسته دی د پوځ د سیمه ییزو مرکزونو مخې ته احتجاج پېلوی،‌ ځکه چې دده په ټکیو په دې ناامنۍ او هدفی وژنو کې د دوی لاس دی.‌

ممکن است شما دوست داشته باشید