روزنامه هیواد

منظور پشتین وایی: پاکستانی ملېشو د (( پی ټی اېم )) غړو ته ګواښونه کړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پی ټی اېم) مشر منظور پشتین وایی: (( د پی ټی اېم ملګرو ته ګواښونه کېږی او هغه په داسې وخت کې کېږی چې د پوځ ویاند وایی چې ستاسو وخت نور پوره دى ،نو تاسو اندازه لګوئ چې ګواښونه بیا څوک کوی په دې هر څوک خبر دى.))

پشتین دا خبره په داسې حال کې کړې چې په وروستیو کې د پی ټی اېم مخکښو فعالو غړو ته د پولیسو او انتظامیې له خوا داسې لیکونه ورکړ شوی چې په کې دوى ته د هدف کولو د ګواښ وىل شوی دی.

د پاکستان د پوځ وىاند مېجر جنرل آصف غفور د تېرې مىاشتې په وروستیو کې پر پی ټی اېم د افغانستان او هند د استخباراتی ادارو نه د پېسو اخیستو تورونه لګولى او ویلی یې و: دوى چې څومره ازادی اخىسته هغه یې واخیسته نور یې وخت پوره دى.

منظور پشتین تېره شپه په فېسبوک نېغ په نېغه خبرو کې وویل: د خپلو غوښتنو تر منلو پورې به مبارزه جاری ساتو او له خپلو خوېندو، میندو سره کړې وعدې به پوره کوو ،که دنیا ورته د غدار باغی او هر څه نوم ورکوی.

نوموړى وویل: پی ټی اېم د مسئلو هوارولو لپاره له ریاست سره خبرو کولو ته تیار دى او تل یې د مذاکراتو خبره کړې ده.

د مومندو ضلعې سره د تعلق لرونکې لس کلنې فرشتې د پېښې په تړاو ده د پاکستان د ساینس او ټېکنالوجۍ د وزىر فواد چودری بیان ته په غبرګون کې وویل: که حکومت او ریاست فرشتې مومند ته انصاف ورکولى پی ټی اېم او پښتنو په سړکونو احتجاج ولې کولو.

هغه وویل: له احتجاجونو وروسته د انصاف ورکولو ژمنې وشوې.

فواد چودری تور لګولى و چې پی ټی اېم د بې ګناه ماشومې په وژنه سیاست کوی.

​په اسلام اباد کې د پی ټی اېم او سیاسی غړو له احتجاج وروسته د فرشتې د پېښې د پلټنو لپاره کمیټیانې جوړې شوی او په پېښه کې په غفلت کوونکو پولیسو مقدمه درج شوې وه.

پشتین وایی: که تاسو (حکومت) هر څه وایئ پی ټی اېم او پښتانه به په هره خبره په تاسو فشار اچوی.

نوموړی د پاکستان په رسنیو او په ځانګړی ډول پر دوو تلویزیونی چېنلونو (اى ار وایی او بول) نیوکې وکړې چې د فرشتې پلار یې په جرمونو کې په ککړتىا ښکاره کولو او هغه ته یې د افغان نوم ورکولو، هغه وایی ظلم که له هر چا سره کیږی دوى به یې مخالفت کوی.

منظور پشتین ووىل: بیا یو بل بحث وڅېړل شو چې پښتون او افغان. هغه وویل: د پښتنو درې لهجې دی او افغان د پښتنو شرىک د نسل نوم دى.

(( پښتون یو نسل دى که څوک ىې پشتون، پشتین یا پښتون او که افغان یا پټان یې بولې.))

منظور پشتین وویل پی ټی اېم په خپل ائین او منشور جوړولو کار کوی. پی ټی اېم خپل دریځ له وړاندې په ډاګه کړى چې په انتخاباتو کې برخه نه اخلی او نه د چا مخالفت او نه د چا ملاتړ کوی. ووټ د هر چا خپله خوښه ده چې چاته یې ورکوی.

نوموړی د اختر په درېـیمه ورځ د سویلی وزیرستان په لدها کې د جلسې کولو اعلام وکړ او وې ویل په دغې جلسه کې د واڼې د قربانیانو، د ارمان لوڼی، د عالمزېب او په قبضه شویو معدنیاتو سکولونو او نورو مسئلو خبرې کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید