روزنامه هیواد

ملی د فاع وزارت:  په شمال کې د ملکی وګړو په اړه د طالبانو ادعا بې بنسټه ده   

له ملی دفاع وزارت څخه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی ، چې په شمال کې د طالبانو له خوا پر حکومت دا تور، چې ګواکې ملکی وګړی یې وژلې دی بې بنسټ دی.د وزارت په اعلامیه کې ویل شوی دی: (( د تاوتریخوالی د کموالی په تړاو د طالبانو له دوامداره تخطیو وروسته، د ملی دفاعی او امنیتی ملی ځواکونو رهبری د فعالې دفاع پلان عملی کړ، چې دغه پلان د جګړې په جبهو کې په ځانګړی توګه د هېواد په شمال کې د طالبانو د پرله پسې ماتې لامل شو.))دفاع وزارت اعلامیه وایی، طالبان چې د جګړې په ډګر کې یې توان له لاسه ورکړی دی، په افغان امنیتی ځواکونو پسې بې بنسټه خپرونه او ادعاوې خپروی. اعلامیه وړاندې کاږی: (( د روانې میاشتې په ۲۲مه، د بدخشان په وردوج او نسۍ ولسوالیو کې او د روانې میاشت د وری په ۲۳مه د جوزجان په خم آب ولسوالۍ کې، د افغان ځواکونو د هوایی ضربو په پایله کې پراخ تلفات طالبانو ته واوښتل او نېکه مرغه عامو وګړو ته هېڅ ډول تلفات نه دی اوښتی.)) د یادونې ده چې په دې وروستیو کې سره له دې چې د سولې خبرې تودې دی، بل پلو د افغان امنیتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه هم روانه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید