روزنامه هیواد

ملی دفاع وزارت: په غزنی کې مو د وروستی موټربم برید طراح وژلی

د ملی دفاع وزارت وایی، په غزنی کې مو د وړمې ورځې موټربم برید طراح یې وژلی دی.یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلی ،چې د ( حمزه وزیرستانی) په نامه دغه قوماندان وړمه شپه له ۷ وسله والو سره یوځای وژل شوی دی.سرچینه زیاتوی، چې نوموړی د غزنی په ګیرو ولسوالۍ کې د هوایی برید پرمهال وژل شوی دی.د غزنی ، ده یک ولسوالۍ په قلعه جوزسیمه کې د موټربم برید په نتیجه کې ۴۰ کسان شهیدان شول.امنیتی چارواکی وایی په یاد موټربم برید کې شاوخوا ۲۴ نور ټپیان شوی دی.د دې برید له کبله د عامه نظم د کنډک په شاوخوا کې کورونو ته هم زیان اوښتی او یو شمېر ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.ملی دفاع وزارت ویلی وو، چې د غزنی ده یک ولسوالۍ په کلا جوزسیمه کې موټربم برید له امله د ملی اردو ۱۰  سرتېری شهیدان شوی او۷ نور په کې ټپیان شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید