روزنامه هیواد

ملی دفاع وزارت د ( طالبانو او نورو ترهګروډلو ) ضد تهاجمی بریدونه پیل کړی

د ملی دفاع وزارت د وسله‌والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په پټنځایونو د تهاجمی بریدونو د پیل خبر ورکوی.افغان ولسمشر اشرف غنی افغان ځواکونو ته پر (طالبانو او ټولو ترهګرو ډلو) د بریدونو امر وروسته له هغه ورکړ، چې د پلازمېنې کابل په شمول د دغه هېواد په بېلابېلو برخو بریدونو زور واخیست.د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د چهارشنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته ویلی، وسله‌والې ډلې به د هېواد په هېڅ ګوټ کې خوندی پاتې نه‌شی.ده زیاته کړه: (( د افغانستان دفاعی او امنیتی ځواکونه اوس‌مهال له دفاعی حالت څخه تهاجمی حالت ته ورګرځېدلی دی، د تهاجمی عملیاتو لپاره یو شمېر پروګرامونه تر لاس لاندې دی، وسله‌وال طالبان او نورې ترورېستی ډلې به د هېواد په هېڅ ګوټ کې خوندی پاتی نه‌شی، په هغوی به تهاجمی بریدونه وشی، دغه تهاجمی بریدونه به د هوا او مځکې له لارې ترسره شی.))له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایی، چې له وړمې شپې راهیسې افغان ځواکونه له دفاعی حالت څخه وتلی او په وینا یې چې تر دې وروسته به قضیه متفاوته وی.د کابل په دشت برچی سیمه کې وسله‌‌والو د وړمې ورځې پر سل بستریز نسایی او ولادی روغتون حمله وکړه او د ننګرهار د کوز کونړ ښېوې ولسوالۍ کې هم په همدې ورځ د یوه سیمه‌‌ییز پولیس د جنازې پر مهال ځانمرګی برید وشو چې په دې دوو بریدونو کې ۴۲ کسان  شیهدان او تر ۹۰ ډېر ټپیان شول.ولسمشر محمد اشرف غنی وړم ماښام په وېډیویی پیغام کې د کابل او ننګرهار ((د حملو مسوول طالبان او داعش)) ډله یاده کړه او ویې‌ویل، چې تر دې وروسته به امنیتی او دفاعی ځواکونه تهاجمی حالت خپل کړی. د جمهوری ریاست ویاند صدیق صدیقی په کابل کې په غونډه کې وویل چې طالبان سولې ته ژمن نه‌دی او د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوی هغه خبرې چې بیا طالبان‌یې بېرته پر حکومت اړوی.که څه هم د کابل دوروستی برید مسوولیت طالبانو نه‌دی منلی، خو صدیقی د دې حملو اصلی عامل طالبان بولی.ده زیاته کړه: (( له دغو حملو څخه د طالبانو انکار دوی ته برائت نه‌شی ورکولای، د سولې اصلی خنډ طالبان دی، افغان دولت په تېرو پنځو کلونو کې په کراتو دا غوښتنه کړې ،چې سوله وکړی، خو طالبان‌یې نه‌منی.))وروسته تر دې چې د کب پر ۱۰مه یا د فبرورۍ په ۲۹مه، د امریکا او طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ افغان چارواکو وویل، چې ځواکونه‌‌یې په یو ډول دفاعی حالت کې دی.خو په دې موده کې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه‌یې تر پښو لاندې کړې. هغه څه چې طالبان‌یې ردوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید