روزنامه هیواد

ملی امنیت په کابل کې د داعش ډلې خطرناکه شبکه نیولې

د ملی امنىت ځواکونو په کابل کې د داعش ډلې ىوه خطرناکه څلور کسىزه شبکه نىولې ده.د ملی امنىت لخوا په خبرپاڼه کې وىل شوی دغې څلور کسىزې ډلې د کابل په کچه په پراخو ترورىستی برىدونو کې لاس درلود او مخکې له مخکې د قوی اراىه شوىو اسنادو په اساس په ځانګړو عملىاتو کې نىول شوی دی.ملی امنىت د نىول شوىو کسانو د هوىت په اړه وىلی، چې ىو په کې د کابل پوهنتون استادان دی: (( مبشر مسلمىار د عبدالحلىم زوى د کابل پوهنتون استاد او په کابل کې د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول، احمد طارق ولد جنت ګل او احمد فاروق ولد جنت ګل هغه کسان دی چې اعتراف ىې کړى چې د ظاهر داعی، معروف راسخ، مبشر مسلمىار او ابوعبىد الله متوکل په توسط به ىې کابل کې داعش ډلې ته جلب و جذب کاوه.))ملی امنىت وایی، دغو کسانو به لومړى ځوانان او محصلىن وهابىت ته اړول او بىا به ىې داعش ډلې ته جذبول.د دې ډلې ىو نىول شوى غړی دا هم وىلی چې د معروف راسخ، ابوعبىدالله متوکل، مبشر مسلمىار په توسط ګڼ محصلىن ننګرهار ته تللی او داعش ډلې سره ىو ځاى ىې له درىو کالو راهىسې ترورىستی فعالىتونه کول.احمد طارق او احمد فاروق بىا منلې چې په کابل کې ىې پر مىوند د پهلوانۍ کلب، د اداری اصلاحاتو د کمېسىون د مامورىنو پر کاسټر موټر او له ىکه توت سىمې څخه پر نړىوال هوایی ډګر برىد، دوى طراحی کړى او رول ىې په کې لوبولى و.د ىادونې وړ ده چې د داعش ډلې د جلب و جذب ىو مسوول ابوعبىدالله متوکل څه موده وړاندې د ملی امنىت لخوا کابل کې نىول شوى و.

ممکن است شما دوست داشته باشید