روزنامه هیواد

ملی امنیت په ننګرهارکې د داعش ډلې قاضی وژلی

ختیځ کې د ملی امنیت ځانګړی ځواکونه وایی،  وړمه شپه یې د جلال آباد ښار په ۹ ناحیه کې د داعش ډلې د ځپلو په موخه ځانګړی عملیات کړی. د دې عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې قاضی او ادارې آمر (( قاضی امین مشهور په ابو معاویه)) وژل شوی دی.یاد ځواکونه زیاتوی، دغه راز د جلال آباد ښار د ۷مې ناحیې په اخندزاده ګانو کلی کې د داعش ډلې یو د پلان ګذارۍ غړی محمد نبی چې په ایوبی هم مشور دی نیولی دی.ملی امنیت داسې مهال د داعش د قاضی د وژل کېدو خبر ورکوی، چې په دې وروستیو کې په جلال آباد ښار کې هدفی وژنې ډېرې شوې او عام خلک یې سخت اندېښمن کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید