روزنامه هیواد

ملی امنیت شورا: کورنی ځواکونه دې په بشپړ دفاعی حالت کې وی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍپرون ماښام د ملی امنیت شورا غونډه په ګلخانه ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې، د هیواد په عمومی امنیتی وضعیت پر بحث سربېره، د امنیتی او دفاعی ارګانونو په لګښتونو په ځانګړی ډول په تېلو، ترمیماتو، خریداریو او سون توکو کې د لوړ لګښت د مخنیوی په موخه د برېښنا انرژۍ سره د امنیتی ځواکونو د ټولو مرکزونو نښلولو په اړه
بحث وشو.

جمهوررییس غنی ټینګار وکړ چې په لګښتونو کې د سپما په تطبیق سره، نه یوازې د امنیتی او دفاعی ځواکونو په امتیازاتو او د خدمتونو وړاندې کولو کې کموالی نه راځی، بلکې دغه اقدام به د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو پر مؤثریت او د خدمتونو د کیفیت پر لوړوالی مثبت اغېز وکړی.

په دې غونډه کې څرګنده شوه چې امنیتی او دفاعی ځواکونو په فعال دفاعی حالت کې قرار لری او په قاطعیت د ملی ګټو او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید