روزنامه هیواد

ملگری ملتونه: پاکستان دې د افغان کډوالو د استوگنې نېټه د اوږدې مودې لپاره وغځوی

د ملگرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره UNHCR واىی باىد دا ځل د پاکستان حکومت تر خپل واک لاندې سیمو کې دمېشتو افغان کډوالو د استوگنې نېټه د اوږدې مودې لپاره وغځوی او دا دې د عمومی چلند یعنې د درېـىو او شپږو مىاشتو د مودې د پراخوالی په نسبت، دوه کاله وټاکی. د ىو اېن اېچ سی آر وىاند، قىصر افرىدى واىی: دا فىصله به د پاکستان حکومت او د سرحدی او رىاستی چارو وزارت (SAFRON) کوی.افرىدی ووىل: (( د سىفران وزارت ىو کمېشنرېټ دى له هغو سره زموږ اداره هم په رابطه کې ده. خبرې ورسره روانې دی. په افغانستان کې حالات داسې نه دی ښه شوی ، چې دا خلک دې ور واستول شی.))قىصر افرىدی زىاته کړه چې افغان کډوال په پخپله خوښه افغانستان ته ستنېږی، مگرموږ له حکومته دا خواست کوو چې تاسو د دوى لپاره د اوږدې مودې لپاره وخت وټاکئ، نه د درېىو درېىو مىاشتو ىا د شپږو شپږو مىاشتو لپاره،  چې د ىو کال ىا د دوو کالو، دغه راز موده وغځول شی نو د دوى لپاره به دا بهتره وی.))په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوگنې موده د روانې مىاشتې پر دېرشم تارىخ ختمېږی. پاکستان دا نېټه تر اوسه لا نه ده غځولې، خو د پښتونخوا د اطلاعاتو وزىر، شوکت ىوسفزی سره تړلې  پاکستانی مىډىا کې په ىو وروستی بىان کې د هغه له قوله وىلی چې د پښتونخوا صوبایی حکومت، وفاقی حکومت ته د افغان مهاجرو د نورې استوگنې د اجازې نه ورکولو وړاندیز کړى دى.خو شوکت ىوسفزی ووىل چې هغه داسې خبره نده کړې او له هغه سره تړلې خبره، له حقىقت نه لرې ده، او نه صوبایی حکومت داسې څه موقف لری.په پېښور کې د افغان قونسلگرۍ د کډوالو د چارو مسوول، حمىد جلىلی واىی: دوى ته هم د پښتونخوا حکومت رسماً څه نه دی وىلی او په جولاى کې د ىو اېن اېچ سی آر، پاکستان، او افغان دولت په غونډه کې به، د کډوالو د آىنده لپاره پرېکړه وکړی.ىو اېن اېچ سی آر واىی: دا وخت په پاکستان کې نږدې څوارلس لکه افغان مهاجر په پی او آر کارټونو باندې قانونی استوگنه لری. له دې سره سره، نږدې پنځه لکه نورو افغان وگړو ته د استوگنې وروستنی کارټونه ورکړل شوی دی. دا کډوال زىاتره په پښتونخوا او د بلوچستان په سىمو کې مىشت دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید