روزنامه هیواد

ملگری ملتونه د غزنی د ښار د وضعیت په هکله اندېښنه لری

ملگری ملتونه  د غزنی  د ښار د اوسېدونکو د روان وضعیت په هکله اندېښنه لری. د افغانستان لپاره د ملگرو ملتو د بشری چارو د همغږۍ د دفتر مشر ریک پیپرکورن، د دوشنبې په ورځ په کابل کې وویل: «د غزنی اوسېدونکی د جمعې له ورځې را په دې خوا په رڼو سترگو گوری چې څرنگه د هغوى ښار د یوې جگړې په ډگر بدلېږی.))

له څلور ورځو را په دې خوا طالب یاغیان او حکومتی ځواکونه د ښار په دننه کې له یو بل سره په خونړیو نښتو کې ښکېل دی.پیپرکورن وویل چې روغتونونه په کافی اندازه درمل نه لری او دغه راز د ښار د ۲۷۰ زرو اوسېدونکو لپاره د خوراکی توکو کمبود رامنځ ته شوى. هغه د جگړې په اړخونو غږ وکړ چې نړیوال مقررات مراعات کړی او د ولسی خلکو ژوند خوندی وساتی.

ممکن است شما دوست داشته باشید