روزنامه هیواد

ملګری ملتونه: په نړۍ کې د کېمیاوی نېشه‌یی توکو استعمال ډېر شوی

ملګری ملتونه وایی، چې په نړۍ کې د کېمیاوی نېشه‌یی موادو استعمال ډېر شوی دی. د ملګرو ملتونو له نېشه‌یی موادو او جرمونو سره د مبارزې دادارې یا «UNODC» څېړنې ښیې چې اروپا ته د افغانستان د تریاکو د قاچاقو ترڅنګ له آسیایی هېوادونو څخه هم اروپایی هېوادونو ته د مصنوعی نېشه‌یی موادو قاچاق ډېر شوی دی.د ملګرو ملتونو له نېشه‌یی موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې رییس یوری فدوتوف (( د کېمیاوی نېشه‌یی موادو د خطرونو تحلیل)) په نامه غونډه کې وویل: نړیوالې ټولنې ټول پام یوازې د نېشه‌یی موادو بوټو ته اړولی ، خو دې اړخ ته یې پام نشته چې په نړۍ کې کېمیاوی نېشه‌یی مواد ورځ په ورځ مخ په ډېرېدو دى.دی وایی: (( د نېشه‌یی بوټو په پرتله د کېمیاوی نېشه‌یی موادو ستونزې ته لږه پاملرنه شوې، له همدې امله د کېمیاوی نېشه‌یی موادو خرڅلاو ورځ په ورځ ډېرېږی. کېمیاوی نېشه‌یی مواد لکه میتافیتامین او امپیتامین یا شیشه اوس په یوه جدی روغتیایی ستونزه اوښتې او په آسیایی بازارونو کې یې خرڅلاو په چټکۍ سره ډېرېږی، موږ اروپایی مارکېټونو ته هم د دې موادو د قاچاقو شاهدان یو.))د ملګرو ملتونو یا «UNODC» څېړنې ښیې چې ځینې هغه نېشه‌یی درمل چې پخوا به د درملنې لپاره کارېدل، اوس د نېشې لپاره کارول کېږی، ځکه یې نو بیه هم ورځ په ورځ لوړېږی.په افغانستان کې ځینو معتادینو آزادۍ راډیو ته ویلی، چې دوی کېمیاوی نېشه‌یی مواد، په ځانګړی ډول د نېشې ګولۍ په بېلابېلو لارو د ښار له درملتونونو څخه پیری.په‌دې اړه د عامې روغتیا وزارت د نېشه‌‌یی موادو د غوښتنې کمولو رییس شاهپور یوسف وایی: په افغانستان کې کېمیاوی نېشه‌یی مواد په خپلو کورونو او رسمی دفترونو کې کاروی. د ښاغلی یوسف په خبره د کېمیاوی نېشه‌یی موادو ډېر معتادین له دې امله دا ډول نېشه کوی، چې ځان عصری او پرمختللی وښیې.یوسف زیاتوی: (( د مصنوعی نېشه‌یی موادو استعمال په نړۍ او افغانستان کې ډېر شوی. د کېمیاوی نېشه‌یی موادو کارول د دې لامل شوی ، چې په افغانستان کې د تریاکو بیې راټیټې شی، ځکه چې ځای یې کېمیاوی نېشه‌یی موادو نیولی. په افغانستان کې کېمیاوی نېشه‌یی مواد ډېر ځوانان او شتمن  خلک کاروی.))د ملګرو ملتونو له نېشه‌یی موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره په‌داسې حال کې له زیانمنو هېوادونو سره د مرستې او دکېمیاوی نېشه‌یی موادو د طرحې خبر ورکوی ، چې د عامې روغتیا وزارت تر اوسه په ملی کچه له کېمیاوی نېشه‌یی موادو سره د مبارزې او د معتادینو د درملنې په برخه کې ځانګړى قانون اوستراتیژی نه‌لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید