روزنامه هیواد

ملګری ملتونه: د سولې روانو خبرو د افغانانو هیلې راټوکولې دی

په افغانستان کې د سولې روانو خبرو د افغانانو په زړونو کې د راتلونکی لپاره امیدونه رامنځته کړی.

د بشری حقونو په چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشی مرستیال اندریو ګیلمور د افغان حکومت د هغې طرحې ستاینه کوی ،چې له طالبانو سره د بې قید او شرطه خبرو وړاندیز یې وکړ او وایی، چې دغه وړاندیز د افغانانو په زړونو کې د سولې لپاره د امید شمعې بلې کړې دی.ښاغلی ګیلمور وویل: ده لیدلی ،چې د افغانستان مدنی فعالان په پرله پسې ډول له وسله والو ډلو غواړی چې له تشدده لاس واخلی او د سولې له بهیر سره یوځای شی.د ملګروملتونو د سرمنشی مرستیال زیاته کړه: مدنی فعالان او د ښځو د حقونو مدافع ډلې سره یوځای شوی او د ښځو د حقونو په برخه کې په ګډه اندېښنې څرګندوی او د سولې د خبرو په بهیر کې د ښځو پر ګډون ټینګار کوی.د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په خپل راپور کې همداراز ویلی: له امکانه لرې ښکاری، که افغان حکومت د سولې له خبرو څخه لرې وساتل شی.​د طالبانو د واکمنۍ پرمهال نجونو او ښځو د تعلیم او کار اجازه نه درلوده او له بشری حقونو بې برخې وې.ښاغلی ګیلمور ټینګار وکړ، چې د وګړو پر مساوی حقونو، د تبعیض د له منځه وړو او د ښځو د حقونو په برخو کې باید هېڅ راز معامله ونه شی.د ملګرو ملتونو په راپور کې دا یادونه هم شوې چې ۲۰۱۸م کال د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ د جګړو خونړى کال و.د بشری حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیال وویل، چې له داعش ډلې پرته د افغانستان د جګړې ټولو ښکېلو اړخونو د ملکی تلفاتو د مخنیوی په برخه کې اقدامات کړی ، خو اندریو ګیلمور په دې برخه کې د مشخصو ګامونو پر اړتیا ټینګار وکړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید