روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ملګری ملتونه او نړیواله ټولنه دې د افغانانو د بشری حقونو ملاتړ وکړی

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وایی ،چې په تېرو درېیو ورځو کې ۶۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.د بشر حقونو کمېسیون پرون په بیان کې ویلی، د دوی لومړنۍ موندنې ښیی، چې د جوزا له ۶ تر ۸ له ۷ بېلابېلو پېښو څخه په سرپل، هلمند، پروان، ننګرهار او کاپیسا ولایتونو کې او د کابل – هرات پر لویه لار د سړک غاړې ماین چاودنو، هاوان لګېدنې او بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ ملکیان وژل شوی او د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۴۳ نور ټپیان دی.د بیان له مخې، افغانان له روان تاوتریخوالی، وژنو او بې رحمۍ ستړی شوی او د جګړې له ښکېلو خواوو یې غوښتی، چې بې له ځنډه دې پر ملکی خلکو، ښوونیزو مرکزونو او عامه تاسیساتو بریدونه ودروی.

په بیان کې له ملګرو ملتونو او بین المللی ټولنې د افغانستان د خلکو د بشری حقونو د ملاتړ غوښتنه شوې ده.د کورنیو چارو وزارت بیا وایی چې په تېره شاوخوا یوه میاشت کې ۲۴۸ ملکیان وژل شوی او ۵۲۷ نور ټپیان شوی دی.د دغه وزارت ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ/ د جوزا ۹مه/ خبریالانو ته ووېیل چې دغه شمېر ملکیانو ته د طالبانو په یرغلیزو بریدونو او د ماین په چاودونو کې مرګ‌ ژوبله اوښتې ده.ښاغلی ارین زیاته کړه چې په تېره یوه میاشت کې طالبانو لسګونه یرغلیز بریدونه او د ماین چاودنې کړی چې په کې زیاتره ملکیانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې.هغه ووېیل چې طالبان له ملکی اهدافو څخه د سپر په توګه کار اخلی او زیاته یې کړه: ((طالبان د خپلو یرغلیزو بریدونو لپاره ملکی اهداف په نښه کوی، دا جنګی جنایت دی. ملکیانو ته په ځانګړی ډول وروستیو میاشتو کې درانه تلفات اوښتی، طالبان د دغو ملکی تلفاتو مسوول دی او هغه تحرکات او بریدونه چې طالبان یې ترسره کوی په جنګی قوانینو کې جنایت بلل کېږی.))د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې افغان امنیتی ځواکونو د «طالبانو د دغه جنایتونو» ځواب وېیلی دی.وسله‌ والو طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې یې تل په ملکی تلفاتو کې د خپلو جنګیالیو لاس لرل رد کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید