روزنامه هیواد

مفیدیت یا ګټور توب د کامل  مسلمان صفت دى

   لکه څرنګه چې اسلام ټول بشریت ته د رحمت، له هر راز ستونزوڅخه دخلاصون او پرعدالت ، ثبات او امنیت دیوې ولاړې ټولنې د رامنځته کولو لپاره دکایناتو دخالق او مدبرخداى (ج) له لوری را استول شوى دى، ترڅو ددغه آسمانی قانون په وسیله چې د بشر ټولې مادی ګټې په کې تضمین شوې دی، انسانان و روزی، چې په لومړی سرکې خپل ځان او ټولنې او ورپسې ټول بشریت ته مفید اوګټور واوسی، په ټولیزه توګه له مسلمان څخه دا غواړی چې د مځکې پرمخ د یو مفید شخصیت په توګه ژوند وکړی ، څوک ترې زیان ونه وینی او ژوند ټول مینه مینه، خواخوږی اوبشری عطوفت وګرځی او دنړۍ مخ جنت ته ورته انځور شی. په دې اړه داسلام ستر پیغمبر او دمسلمانانو  لومړنی رهبر فرمایلی چې (( مسلمان به نوروته مفید شخصیت وی)) یعنې تل به داهڅه کوی  چې دژوند په بېلابېلو برخو اوشرایطو کې نوروته په یو ډول  ګټور واقع شی او دا ګټور کېدل به په دوو حالتونو کې وی، په لومړی حالت کې خو به نېغ په نېغه دنورو لپاره ګټور فعالیت کوی  او دوهم حالت یې داسې دى چې له نورو څخه به یو ضرر  یا زیان دفع کوی یابه په کوم ستونزمن کارکې چې هغه یې یواځې نه شی کولاى ورسره مرسته کوی. یعنې خپله به هم داسې کارنه کوی، چې دنورو ګټې په پام کې ونه نیسی اوکه بل  چا هم داسې کار کاوه چې دخلکو ګټې، مصلحتونه او ارزښتونه یې ګواښول ،مسلمان به یې دزیان په رفع کولو کې ونډه اخلی او داکار هغه مهال شونى دى چې یو  مسلمان په خپل چاپېریال کې شعوری ژوند ولری او  دکور کلی ، ولسوالۍ ، ولایت او  بالاخره دټول هېواد، سیمې اونړۍ په کچه پېښې وارزوی، دپېښو پراصلی انګېزه اونیت پوه شی اوپه دغه بهیر کې داسلامی قانون  په چوکاټ کې دمسلمان اواسلام دریځ تشخیص کړاى شی او که په دغه کارکې کله له اشتباه سره مخ شی،  نوله یوتکړه متخصص عالم او پوه څخه دې پوښتنه وکړی او سمې او قانونی لارې ته دې  ځان سیخ کړی. طبیعی ده  چې هر  څوک په هرکارکې مرسته نه شی کولاى  کولای ،ځکه ټول  خلک په یو مسلک کې کارنه کوی او هرڅوک بېلابېلې بوختیاوې لری .دهمدغو کاری بوختیاوو په چاپېریال کې باید هرڅوک دخپلو کاری استعدادونو اوصلاحیتونو په چاپېریال  کې دخپلې وسې هڅې وکړی، باید د خپل  کار  او  بوختیا ټول  کاری استقامتونه وارزوی اوپه هراستقامت کې چې خلکو ته ښه ګټه رسولای شی ، زیات اهتمام وکړی.  ښه به داوی چې ځان مکلف وګڼی ترڅو دهرې ورځې یا هرو دوو ورځو یا د هرې  اوونۍ په موده کې داسې کاروکړی چې دنورو خلکو له مادی او معنوی ګټو سره مرسته وکړی او دا کارلکه څرنګه چې دپورتنې حدیث شریف په متن کې راغلی ،دخپل ایمان دغوښتنو بشپړوونکى عنصر وګڼی،چې په نه کولو یې ملامتېږی او ایمان یې د ضعف لورته ځی.

که په کومه اداره یا شرکت یا کومه صنعتی اتحادیه کې ټول  کارکوونکی په همدغه نیت او انګیزه کاروکړی او د ادارې په داخل اوهم له بهرنیو مراجعینوسره همدا اصل په پام کې ونیسی، څومره خوږ چاپېریال به رامنځته شی،  څومره زړه سوی او مهربانی او صمیمیت به واکمن شی او  د ټولنې پر جوړښت ،اقتصاد ،سیاست ، حکومت ،امنیت او پرمختګ به څومره ښکلې اغېزه وکړی؟

داکارموکه تراوسه کړی  وی، پرته له  شکه به مومثبتې پایلې هم  لیدلې وی او که مودغه کار نه وی کړی، سرله همدا ننه یې پیل کړئ او دکال په پاى کې مو  ددوستانو ګراف له نور و کلونو سره وارزوئ چې دنورو کلونو په پرتله څومره لوړ تللى دى او  څومره نوی دوستان مو  پیدا کړی دی.  داکار ترکومه بریده ستاسو دذهنی آرامتیا او خوښۍ سبب ګرځیدلى دى او په مقابل کې یې تاسو ددغه کار  په غبرګون کې څومره ګټې کړې  دی، څومره زیانونه مو دخلکو دمتقابلې مرستې په پایله کې له مخې لرې شوی دی  او دا بیا هماغه بل دینی اصل ستاسو مخې ته انځوروی چې : ( که احسان، ښه کاراوفعالیت وکړئ ، نو په حقیقت کې له خپل ځان سره نیکی کوئ ) دښه کارمثبتې پایلې له ټولو مخکې تاسوته در ګرځی او که ناوړه کاروکړئ ، ناوړی پایلې یې هم له نورو مخکې تاسوته  درګرځی اوستاسو ژوند بدمرغه کوی) ( داسراءٰ سورت -۷ آیت مفهوم)

دا ځکه چې هرعمل عکس العمل  لری مناسب او متناسب او دا قاعده اوس په فزیکی اصولو کې هم ثابته شوېده ، ورځنی ژوند ته ځیرشئ ،ډېرځله مو لیدلی دی  چې  تاسو له یو چا سره نېکې کړې او یو ه ښه مشوره مو ورکړې یا مو  دکومې ستونزې په له منځه وړلو کې ورسره مرسته کړې او یا موهغه ته له یوې ستونزې سره دمخ کېدو په اړه خبر ورکړى، بل وخت بیا همداسې یوه نیکی دهغه له لوری اویا دهغه د دوستانو او خپلوانو له لوری او یا هم دداسې یوچا له خوا چې اصلاً په خیال کې هم نه درګرځیده له تاسو سره شوې ده او دا د ژوند په چاروکې الهی مرسته ده چې دیوښه کار  په بدل کې دکایناتو دحقیقی مدبر او روزونکی له خوا له موږ سره کېږی او دغه مرسته خو کله کله زموږ دیو ښه کار په پرتله په سلګونو ځلې لویه او  زیاته هم وی او دا له بنده ګانو سره دخداى (ج)فضل او مهربانی ده ، چې دښو، مثبتو اوګټورو کارونو لورته هڅوونکې انګېزه ده . له دغه ټول  تحلیل او د اسلامی قانون له متونو جوتېږی  چې مسلمان شخصیت باید داسې اخلاق  ولری چې نورو خلکو ته یوه علمی او تمثیلی بېلګه واوسی او هرڅوک یې اخلاق ځانته کاپی کړی ، د لارې مشال یې وګرځوی او دا   داسلام دعوتی بهیرله ټولو مخکې داسلام د پیغمبر(ص) او راشد خلفا وو(رض) په اعمالو کې انځور شو اوپایلې یې هم ولیدلې  شوې چې په لږ وخت کې دغه حقانی او بریمن قانون او انقلاب له جزیره العرب څخه بهر راووت او دمځکې پرمخ یې  ددومره لوى  تمدن ډبره کېښوده چې دشپږمې میلادی پېړۍ تر لومړیو پورې یې دوام وکړ او په دغې موده کې چې څه  علمی ، فلسفی، هنری ،  ‌طبی  او  فلسفی خوځښتونه را ټوکېدلی دی ،ټول  دهمدغه لوی بشری تمدن په غېږه کې  رامنځته شوی او ترننه پورې دبشر په تاریخ کې داسلامی تمدن ویاړونه  ګڼل  کېږی.

اګر نفع کسى درنهاد تو نیست

چنین جوهر وسنګ خارایکیست

(( سعدى شیرازى ))

باتور

ممکن است شما دوست داشته باشید