روزنامه هیواد

مطبوعاتی اعلامىه

د کندهار په سپىن بولدک ولسوالۍ کې د پرونې ترورىستی برىد په اړه مطبوعاتی اعلامىه

په خواشىنۍ سره چې وسله والو طالبانو د کندهار ولاىت په سپىن بولدک ولسوالۍ کې پر ملکی وګړو د ترورىستی برىد په پاىله کې د ماشومانو په ګډون ىو شمېر هېوادوال شهىدان او ټپىان کړل.جمهورریىس غنی د دغه وحشىانه برىد د غندلو پرمهال پرماشومانو، ملکی وګړو او تاسىساتو برىد، زموږ پر تمدن، دىن او ملی عزت برىد وباله او ویې وىل: د دغه ډول برىدونو خاىن، فاسق، فاجر او له اسلام څخه بې خبره عاملىن به د هېواد د امنىتی او دفاعی ځواکونو له لوری د خپلو ناوړه اعمالو په سزا ورسول شی.

د هېواد جمهورریىس اړوندو مسوولىنو ته د شهىدانو کورنىو ته د پر وخت رسېدنې او د ټپىانو د درملنې د لارښوونې ترڅنګ د شهىدانو کورنىو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوی او ټپىانو ته د خداى تعالى (ج) په دربار کې د بشپړې روغتىا دعا کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید