روزنامه هیواد

مشرف په خطرناکه ناروغۍ اخته دى

د پاکستان عدلی طب تائید کړه چې د دغه هېواد پخوانى ولسمشر پروېز مشرف په خطرناکه او په سخته معالجه کېدونکې ناروغۍ اخته دى.پاکستانی رسنیو پرون (دوشنبه) وویل چې د دغه هېواد عدلی طب د مشرف د ناروغۍ اسناد وڅېړل او ورته جوته شوه چې نوموړى په خطرناکه ناروغۍ اخته شوى دى.

،خو تراوسه په دې اړه کره معلومات نه دی خپاره شوی چې د مشرف ناروغی څه ده. ځینو رسنیو د عدلی طب له قوله ویلی چې ممکن په (( امیلوییدز )) ناروغۍ اخته وی چې ناروغ فلج کوی.خو په عین حال کې مشرف او ډاکتران یې د ده اصلی ناروغی نه افشا کوی. څه چې څرګند دی مشرف د زړه د ناروغۍ ترڅنګ د وینې لوړ فشار هم لری.عدلی طب وایی، دې نتیجې ته رسېدلی چې که مشرف درملنه پرېږدی نو مړ به شی.د پاکستان ستره محکمه د مشرف پر دوسیو غور کوی خو نوموړى په متحدو عربی اماراتو کې دى او نه غواړی چې هېواد ته ستون شی.د مشرف مدافع وکیل محکمې ته د خپل موکل د نه راتګ دلیل د هغه ناروغی ښیی.

ممکن است شما دوست داشته باشید