روزنامه هیواد

مسکان: د پکتیا په ادارو کې مېرمنو ته د کار زمینه برابره ده

د پکتیا د ښځو چارو ریاست رییسه نسرین اوریاخېل د مېرمن جمیلې یوسفزۍ په اړه وایی: هغې زړورتیا ښوودلې او پر نورو مېرمنو غږ کوی، چې له اسلامی اصولو سره سم کارونه ترسره کړی.

په پکتیا کې چې کلتوری محدودیتونه په کاری برخه کې د ښځو خنډ ګرځېدلی، یوازینۍ ښځینه څارنواله لرید لغمان ولایت اصلی اوسېدونکې ۴۸ کلنه جمیله یوسفزۍ تر یوې لسیزې ډېر وخت کېږی، چې په پکتیا کې د استناف څارنوالۍ کې دنده پر مخ وړی. دا په یاده څارنوالی کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د له منځه وړلو د برخې مسووله ده وایی نور باید په ګڼو برخو کې مېرمنې کار ته راووځی.آغلې یوسفزۍ وایی: (( له دې وروسته په راتلونکې کې موږ هیله لرو، ښځې دلته راشی، دا زمینه موږ برابره کړه ، موږ دلته راغلو، دلته ضرورت و، د ښځو لپاره؛ ځکه ښځو جرئت نه کاوه، چې دلته راشی، خپلې قضیې شریکې کړی، له وخت سره به دا مسائل حل شی.))مېرمن یوسفزۍ هم په پکتیا کې له کلتوری او ټولنیزو محدود یتونو ګیله کوی دا محدودیتونه د ښځو د کاری برخې پر وړاندې خنډ بولی، د دې تر څنګ د ښځینه‌ وو د زده کړې په اړه هم اندېښنه شریکوی. دا په حکومتولۍ کې د ښځو د کمښت د علت په اړه وایی: (( علت یې دا دی، چې دلته تعلیمی کچه کمه ده، ځکه ښځې کمې مراجعه کوی، ډېری ښځې بشری حقونو او د ښځو چارو اړوندو ادارو ته د وړو قضیو لپاره ورځی او هغوی یې په خپل منځ کې حل کوی، چې هلته حل نه شی بیا دلته راځی.))په پکتیا ولایت کې د جنډر د برخې سلاکاره مسکان هم پر ښځو غږ کوی ، چې کاری برخې ته راووځی او په وینا یې دوی ډاډ ورکوی.مسکان وایی: (( خویندو ته په اداراتو کې زمینه برابره ده، خویندې کولی شی، کار و کړی، دنده ترسره کړی، کورنۍ باید اجازه ورکړی، موږ همکاری کوو او ډاډ ورکوو، چې خویندې کولی شی په ښه فضا کې کار وکړی.))د پکتیا د ښځو چارو ریاست هم ورته څرګندونې لری، د دې ریاست رییسه نسرین اوریاخېل د مېرمن جمیلې یوسفزۍ په اړه وایی: هغې زړورتیا ښودلې ده او پر نورو مېرمنو غږ کوی، چې له اسلامی اصولو سره سم کارونه و کړی.مېرمن اوریا خېل زیاته کړه: (( دا ډېره زړورتیا بولم او ډېره یې اړینه بولم، چې یوه خور زموږ په قضا کې کار کوی، تر څنګ یې زه په مېرمنو کې دا وړتیا او زړورتیا وینم، چې دوی کولی شی له  اسلامی اصولو سره سم، کار وکړی.)) په پکتیا کې ښځینه فعالانې وایی: باید په دې ولایت کې د ښځو د کاری اړتیاوو او وړتیاوو په اړه د عامه پوهاوی پروګرامونه ترسره شی.

عبدالحق عمری

ممکن است شما دوست داشته باشید