روزنامه هیواد

مسوولین دې د د هراوت د ولسونو ستونزې هوارې کړی

دا ستونزې یوازې د اروزګان ولایت ستونزی دی، خو د هراوت او چارچینو ( شهید حساس) ولسوالیو ولسونه زیات ترې کړیږی. دا څو کلونه کېږی ، چې د اروزګان د دهراوت ولسوالۍ لاره له مرکز ترېنکوټ سره تړلی ده، چې له امله یې د دهراوت او چارچینو ولسوالۍ په سلګونه زره اوسېدونکی له لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، همدا رنګه دا څو میاشتې نه، بلکې څو کلونه کېږی ،چې د اروزګان په دهراوت او چارچینو ولسوالیو کې خلک له مخابراتې آسانتیاوو بې برخې دی او هېڅ مخابراتی شبکه په دې دوو ولسوالیو کې کار نه کوی، چې د دې دوو ولسوالیو اوسېدونکی یې له له ګڼو ستونزو سره مخ دی ، اوس پوښتنه داده چې:
۱- ایا اروزګان هم د افغانستان له ولایتونو څخه یو ولایت دی؟
۲- ایا دهراوت او چارچینې هم د اروزګان له ولسوالیو څخه ګڼل کېږی؟
۳- ایا د دغو ولسوالیو اوسېدونکی محلی حکومت لرې؟
۴- ایا موږ په ولایتی شورا کې استازی لروکنه؟
۵- په ولایتی شورا کې استازی لرو، نوکه لرویې بیا ولې د دغه لسوالیو د خلکو د ستونزو په اړه خپل غږ نه اوچتوی او که په خپلو شخصی ګټو لګیادی او د خپلو شخصی ګټو په اړه فکرکوی ،چې د رسنیو له لارې د خپلو ولسونو دګڼو ستونزو غږ نه اوچتوی؟
۶- ایا موږ په پارلمان کې استازی لرو که لرو یې نو لې د خپل ولس د برحق غوښتنو او د دی د ستونزو د هوارولو لپاره خپل غږ نه اوچتوی ؟
۷- آیا دا ښاغلی استازی د دهراوت او چارچینو په نامه ولسوالۍ پېژنی؟
۸- ،نو تر کومه به له مسوولیتونو تېښته وی؟
۹- اخر ترکومه به د دهراوت او چارچینو له ولسونو سره دا دوه ګونی د مور او میرې چلند کېږی؟ موږ د خپلی سیمی د پتمن ولس لپاره د چارواکو پوره پاملرنه غواړو.
په درنښت دهراوتی ځوانان

ممکن است شما دوست داشته باشید