روزنامه هیواد

مسعود اندرابی: په کابل ښار کې پر تګ را تګ بندیز نور هم جدی کېږی

په کابل ښارکې پر تګ را تګ بندیز د کرونا وىروس د خپرېدو د مخنىوی په موخه نورهم جدی کېږی. د کورنىو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابی د باخترآژانس خبرىال ته ووىل چې پولىسو د خلکو پر ګرځېدو د بندیز طرز العمل د تطبىقولو کمپاین لومړۍ ورځ د کرونا وىروس د خپرېدو د مخنىوی په خاطر پرون په کابل ښار کې پىل کړ او دغه کمپاىن نورهم جدی کېږی.هغه زىاته کړه چې خلک دې له اړین کار پرته له خپلو کورنو څخه نه وځی، ترڅو له دغه وىروس سره په مبارزه کې له امنىتی ځواکونوسره فعاله ونډه ولری.اندرابی وایی چې پولىس په درىو ورځو کې د دغه طرزالعمل د تطبىقولو لپاره خلکو ته لازم پوهاوى ورکوی او له هغې وروسته له هغو کسانو سره چې له رعاىتولو یې سرغړونه کوی جدی او قانونی چلند کېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید