روزنامه هیواد

(( مریکا په افغانستان کې تازه دمی سرتېری ځای پر ځای کوی ))

د سټار انډ سټرایپز د راپور له مخې امریکا جنوبی کوریا، اروپا او افغانستان ته دری ډلې سرتېری لېږی.

په راپور کې راغلی ،چې د امریکایی ځواکونو اووه سوه کسیزه ډله به افغانستان ته راځی او دلته به د هغو سرتېرو ځایناستی کېږی چې د ماموریت دوره یې بشپړه شوې ده.امریکایی رسنۍ داسې مهال افغانستان ته د نورو سرتېرو د رالېږلو او یا بدلولو خبر ورکوی، چې امریکا له طالبانو سره د هوکړې له مخې: باید د راتلوونکی کال تر پایه خپل ټول سرتېری وباسی.ویل کېږی چې امریکا اوس په افغانستان کې د ۸۶۰۰ په شاوخوا کې سرتېری لری او هڅه روانه ده چې په راتلونکې میاشت کې دا شمېره تر ۴۵۰۰ راټېټه کړل شی.امریکا داسې مهال دا څرګندونې کوی ،چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دی او د طالبانو مهم شرط همدا چې بهرنی ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید