روزنامه هیواد

(( مرکچی پلاوی هڅه کوی چې ژر پر تګلاره هوکړه وشی ))

 افغان پلاوی لا هم په دوحه کې د تګلارې پر سر د رامنځ ته شوې لانجې د حل هڅه کوی.له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د طالبانو او افغان حکومت د مخامخ خبرو بهیر پیل شوی، خو رسمی مذاکرات نه دی پیل شوی.تازه د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایی: افغان پلاوی هڅې پیل کړې ،چې ژر تر ژره لانجې حل شی او دواړه لوری د تګلارې پر سر هوکړې ته ورسېږی. د دغه وزارت ویانده ناجیه انوری زیاتوی :افغان پلاوی له بېلو اړخونو سره لیدنې پیل کړې، څو دغه ستونزه حل او مذاکرات رسماً پیل شی.د افغان حکومت مرکچی پلاوی هم ویلی هیله من دی، چې وکړی شی ناندرۍ ختمې او مذاکرات رسماً پیل شی. دغه څرګندونې داسې مهال کېږی چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ خونړیو جګړو اندېښنې پارولې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید