روزنامه هیواد

مدنی ټولنه د جمهوری نظام او کورنیو ځواکونو ملاتړ کوی

داسې ګنګوسې شته چې ګنې امریکا او وسله وال طالبان د افغانستان د سولې په اړه په یو لړ مواردو سره سلا شوی، چې په افغانستان کې د اسلامی جمهوری نظام پر ځای  [مؤقت حکومت] جوړول ، د افغانستان د جمهوری دولت پر ځای [اسلامی امارت ] او د کورنیو ځواکونو منحل کېدل په کې شامل دی، خو د امریکا ځانګړی استازی ښاغلی زلمی خلیلزاد دا نه منی، چې ګنې له طالبانو سره د د اسلامی امارت په سر هوکړه شوې وی، خو بیا هم له طلوع نیوز تلوېزیون سره ښاغلی خلیلزاد په ځانګړې مرکه کې ویلی،چې د افغانستان د سولې په خبرو کې د داسې یوه حکومت پر ایجادولو چې ټول په کې ونډه ولری، خبرې شوې دی. ښاغلی خلیلزاد دغه راز ویلی، چې له طالبانو سره یې د افغان ځواکونو د لیکو د اصلاح کولو پر سر خبره کړې ده . افغان حکومت او په تېره بیا مدنی او حقوقی بنسټونه د اوسنی جمهوری نظام پر ځای د بل هر نظام له راوستلو سره مخالف دی او په کلکه یې غندی، مدنی فعالان له ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ کوی او د دې ټاکنو لپاره یې پوره تیارى نیولی دی، د دې ترڅنګ دوى خپلو ملی ارزښتونو ته په کتو د خپلې خاورې او کورنیو ځواکونو کلک ملاتړ کوی . دا ځکه چې کورنی ځواکونه د افغانستان د پاکې خاورې،خلکو اوملی  شتمنیو کلکه دفاع او ساتنه کوی ،نو ځکه د افغانستان له اسلامی جمهوری دولت څخه د ساتنې او له کورنیو ځواکونو څخه د دفاع لپاره د یو شمېر مدنی دیموکراتیکو ټولنو له خوا پرون په کابل کې د خیبر (( زیارمل )) د کنفرانسونو په تالار کې علمی تحقیقی سیمینار جوړ شو. د مولانا حبیب الرحمن (( مهدی )) له علمی فکری ټولنې څخه استاد عبدالهادی (( قریشی))، د افغانستان د خلکو د سمون غورځنګ له لوری ښاغلی مولانا (( هدایت ))، د خیبر  خیریه ټولنې له خوا حاجی خیبر (( زیارمل )) ، د اصلاحاتو حرکت په استازیتوب ښاغلی هاتف صاحب
او نورو خبرې وکړې.

د سیمینار په پای کې یو ځل بیا یادو ټولنو په کلکه ژمنه وکړه چې افغان ولس باید د جمهوری نظام او د کورنیو ځواکونو تر څنګ ودرېږی او دفاع او ساتنه یې وکړی،ځکه د دوى په وینا دا د ټولو ملی او ستره دینی دنده ده، چې دغه وجیبه په ښه او مسوولانه توګه تر سره کړی ، دغو بنسټونو پر ولس غږ وکړ،چې په اوسنیو خورا مهمو او برخلیک ټاکونکو شېبو کې د جمهوری نظام او کورنیو ځواکونو په ځنګ کې ودرېږی او د دښمن پر وړاندې اوږه په اوږه خپلې برحقې مبارزې ته دوام ورکړی. په پای کې یو ۶ ماده ییز  پرېکړه لیک صادر شو ،چې په کې له جمهوری نظام او کورنیو ځواکونو څخه ملاتړ اعلام شوى و.                      هېواد، قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید