روزنامه هیواد

مخدر مواد ، ترورېزم او جنګ د شانګهاى امنیت او هوساینه ګواښوی

د شانګهای همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو غونډې ته د جمهوررییس محمد اشرف غنی د وینا متن

بېشکیک، قرغیزستان

۱۳۹۸ کال د غبرګولی ۲۴ | ۲۰۱۹ کال د جون ۱۴

جمهوررییس جیین بیکوف، د دوستو هېوادونو او دولتونو جلالتماب جمهوررییسانو او مشرانو، آغلو او ښاغلو!

پر نړیوال ابهام سربېره، د شانګهای همکاریو سازمان غړی هېوادونه د خوښۍ او هیله مندۍ لپاره دلایل لری. د شانګهای سازمان روحیې ته په اتکا سره نه یوازې په میراث پاتې ستونزې هوارې شوې دی، بلکې دغه سازمان داسې یو بستر برابر کړى چې یوروـ آسیا په یو اقتصادی
لویه وچه بدله کړی.

چین ته د انقلاب د اویایمې کلېزې او جمهوررییس شی ته د هغه د زوکړې د ورځې مبارکی وایم، صدراعظم مودی ته د دوی د خلکو له خوا د کلک ملاتړ او جمهوررییس توکایوف ته په ټاکنو کې د بریالی کېدو مبارکی وایم. زه له ایران او روسیې څخه مننه کوم، چې سل کاله مخکې یې زموږ خپلواکی په رسمیت و پیژندله او نن هم له موږ سره نږدې همکارۍ لری.

قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان موږ یو ځل بیا له مرکزی آسیا سره ونښلولو او اوس زموږ ستر سوداګریز شریکان دی. همداراز، له هند او ایران څخه د هوایی دهلېزونو او چابهار کوریډور د فعالولو په خاطر مننه کوم. زه له لومړی وزیر عمران خان سره د جون په ۲۷ نېټه د هراړخیز او رغاوونکی ډیالوګ تمه لرم. همداراز، له ټولو رهبرانو چې د افغانستان جګړې لپاره یې د سیاسی حل لارې لپاره پر اړتیاوو رڼا اچولې، مننه کوم. او زه په کلکه د شانګهاى سازمان له مرکزی ګروپ سره د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې لپاره د کار په هیله یم.

موږ، اکثریت افغانان په خورا لېوالتیا سره د خپل اسلامی دولت د ادارو د جوړولو لپاره خپل لیدلوری تعقیبوو، چې داخلی سوله، ملی یووالى او هوساینه باوری کړو، د سیمه ییز اتصال محوری رول ولوبوو او د اسلامی زده کړو مرکز واوسو او د آسیا د څلورلارې په توګه رول ولوبوو او د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو وسیله وګرځو. دغه لیدلوری ته د رسېدو لپاره، موږ د روان زیږدیز کال د سپټمبر په ۲۸ مه د جمهوری ریاست ټاکنې کوو، په سوله تمرکز کوو، د ځان بساینې پروګرامونه عملی کوو، په سیمه ییز اتصال پانګونه کوو او خپلې نړیوالې او سیمه ییزې همکارۍ بیا تجدیدوو.

لکه څنګه چې خپلواکې، عادلانه، ټولشموله او شفافې ټاکنې د اساسی قانون د حکم ازمېښت دى، موږ نړیوالو او د شانګهاى سازمان څارونکو ته د ټاکنو پروسې د نظارت بلنه ورکوو. له طالبانو سره زموږ د سولې منډیټ د اپریل له ۲۹ څخه د مې تر ۲ مې پورې د مشورتې لویې جرګې د پرېکړه لیک پر اساس دی. د دغې جرګې ټول ۳۲۰۰ منتخب غړی چې څه باندې۳۰ سلنه  یې ښځینه او ۶۰ سلنه یې ځوانان وو او د هېواد له مختلفو ولسوالیو څخه راغلی وو، د افغان دولت د راتلونکی لپاره یې یوه ۲۳ ماده یی د لارې نقشه جوړه کړه. د افغانستان خلک او حکومت په خورا جدیت سره د لارې دا نقشه تعقیبوی. د ځان بسیاینې په ډګر کې، موږ خپل عایدات ۹۰ سلنه لوړ کړی او پیسې مو په معقول ډول لګولې، د بېلګې په ډول په تخمینی توګه یوازې سږ کال په امنیتی مصارفو کې یو میلیارد امریکایی ډالر سپما لرو او د ۴۰۰ قوانینو او مقررو په تصویبولو سره  مو د معدنونو په شمول د خپلې پراخې طبیعی پانګې انکشاف لپاره قوی حقوقی بنسټ اېښى.

موږ د مرکزی او جنوبی آسیا، ایران او خلیج ترمنځ د انرژۍ د لېږد د څلورلارې او د ټرانسپورټی کوریډور په ډګر د بدلېدو په حال کې یوو. خلاصه دا چې د تېرو پنځو کلونو په پرتله، د آسیا په زړه کې د خوندی یا مصئون او په ځان بسیا هېواد په توګه د افغانستان اساسې ستنې د پخېدو په حال کې دی.

مګر مخدر مواد، ترورېزم او جنګ د شانګهاى د همکاریو سازمان غړیو او ناظرو هېوادونو امنیت او هوساینه ګواښوی.

په فراه ولایت کې په وروستیو عملیاتو کې زموږ امنیتی ځواکونو د مخدرو توکو ۵۳ لابراتوارونه چې د مخدر توکو قاچاق وړونکو ته یې کابو یو میلیارد امریکایی ډالر زیان واړاوه، له منځه یووړل.

هغه څه چې په وروستیو کې لېدل شوی، د اپیمو او هیروینو د تولید تر څنګ د میتمفیتامین (methamphetamine) تولید هم ترویج شوی. په سیمه او نړۍ کې ټول والدین باید په دې هکله اندېښنه ولری او هر هېواد باید د دغه ګواښ د دفعې لپاره مرسته او اقدام وکړی.

سره له دې چې د ترورېزم  د ناوړه پدیدې او ګواښ پر وړاندې اجماع وجود لری او موږ له تاسې ټولو سره په ګډه همکارۍ ستاسې د امنیتی ګواښونو د راټیټولو لپاره همکاری کوو، د دې اړتیا لیدل کېږی چې د ټولو د امنیت او هوساینې لپاره په یو ګډ نظر توافق ته ورسېږو. هغه څه چې اړتیا ورته لېدل کېږی، د ګواښونو پر وړاندې د حمایوی سیسټمونو او عواملو درک دی، چې پرته له شکه منځ مهاله او د امکان تر حده اوږدمهاله به وی. زموږ هیله لرو چې د ملګرو ملتونوخپله سټراټیژی په یوه پرېکړه لیک یا د عمل جامع پروګرام باندې واړوی ،چې موږ سیمه ییزه او نړیواله همکاری لا زیاته کړو.

دې ته په پام سره چې د افغانستان جګړه مختلف ابعاد لری، له طالبانو سره د سولې هوکړه کولاى شی چې د تاوتریخوالی کچه راټیټه کړی. موږ د سولې په برخه کې د سیاسی حل لارې لپاره د امریکا ژمنو ته او همدا راز له خپلو ټولو شریکانو سره د همغږۍ په نیت اړینې نړیوالې اجماع ته د اعتبار په سترګه ګورو.

د سولې په برخه کې پرمختګ سیمه ییزه اجماع او د طالبانو او د دوى د ملاتړ کوونکو اړیکو ته پاملرنه پکار ده، خو ګواښونو او فرصتونو ته په کتو موږ لاندینی موارد پیشنهادوو:

لومړى، غواړو ،چې د ګډوډ تګ لارو ښکار نه شو، د سولې لپاره باید په سیمه ییزه او نړیواله کچه یو غږ وی، چې له موږ سره په ګډه د سولې د مذاکرې د منسجم چوکاټ په ایجاد کې کار وکړی. د یوه واضح چوکاټ د جوړېدو په پایله کې به په عمل او تطبیق کې سرعت ولرو.

دویم، نړیوالې تجربې ښیی چې په جګړو کې د ښکېلو هېوادونو ګاونډی له سولې څخه زیاته اقتصادی ګټه اخیستلى شی، له همدې امله زموږ وړاندیز دا دى چې د شانګهاى همکاریو سازمان د ګروپ په ملتیا یوه سیمه ییزه کاری ډله د سیمې د اتصال او د غربت د کچې راټیټولو په موخه د انکشافی پلانونو او بریالیو او ګټورو پروژو لپاره جوړه شی.

درېـیم، زموږ بچیانو ته د مخدرو توکیو واضح ګواښ ته په کتو سره، زموږ وړاندیز دا دى چې د مخدرو توکیو مسئلې ته دې د جنګ او جنایت د عامل په توګه د سولې د ټینګښت په چوکاټ کې د حل لاره ولټول شی.

څلورم، تروریستی شبکې زموږ خوندی راتلونکی ګواښی،ځکه نو په یوه سیمه ییز چارچوب هوکړه به زموږ د ټولو په ګټه وی. د شخړې قېمت موږ او په ځانګړی ډول زموږ ملکی خلک پرې کوی، ځکه نو موږ د سیاسی حل لارې په لټه کې یوو. مګر زړور افغان وسله وال ځواکونه په خورا مېړانه له خپلې خاورې دفاع کوی او په دغه برخه کې موږ د ماتې له ګواښ سره مخ نه یوو.

موږ د افغانستان خلک څلوېښت کاله له وېجاړیو او تحمیلی تاوتریخوالی ځورېدلی یوو. سوله ییز او امن افغانستان به د سیمې او نړۍ او د شانګهاى سازمان غړو او ناظرینو ته مستقیمې او غیر مسقیمې ګټې ولری. موږ ستاسې پر ملاتړ او همکارۍ حساب کوو ،چې د یوریشیا په قاره یې اقتصاد او نړیوالو همکاریو په سیسټم کې د آسیا د څلولارې په توګه خپل ریښتینى ځاى و مومو.

زه یو ځل بیا له جمهوررییس جیین بیکوف او د قرغیزستان له عظیم ولس څخه د دوى د ځانګړې مېلمه پالنې او موږ ته د پاملرنې له امله مننه کوم. همداراز، جمهوررییس پوتین ته د شانګهاى سازمان د مشرتابه مبارکی وایم. موږ ستاسې په مشرۍ له روسیې سره د ګډ کار او د شانګهاى وړتیاو پر مټ نه یوازې په افغانستان کې د ثبات د راوستلو، بلکې د سیمه ییزې همکارۍ او زموږ ټولو لپاره د هوساینې هیله لرو.

مننه

ممکن است شما دوست داشته باشید