روزنامه هیواد

محمد نبی د ډیویلیئرز په ګډون لوبه کې څلور وېکټې واخیستې

د هند په غوره لیګ کې د حیدر آباد او بنګلور لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې محمد نبی چې د آی پی ایل په دولسم پړاو سیالیو کې یې لومړۍ لوبه کوله د ای بی ډیویلیئرز سترې وېکټې په شمول څلور وېکټې واخیستې.په دغې سیالۍ کې چې لومړی توپوهنه د راشد او نبی لوبډلې وکړه، جونی بیرسټو او ډیویډ وارنر په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه. دواړو لوبغاړو سلیزې ووهلې او سیالې لوبډلې ته یې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ۲۳۱ منډې هدف وټاکه.په ځواب کې د بنګلور لوبډلې غوښتل چټک پېل وکړی، خو محمد نبی د خپل لومړی ځل په وروستی توپ وېکټه واخیسته، د دویم اور په لومړی توپ یې دویمه وېکټه واخیسته، خو په بل توپ یې هیټریک میس کړ.ډیویلیئرز چې په نړیواله کچه منونکى توپوهونکى دی غوښتل پر محمد نبی شپږیزه ووهی، خو بولډ اوټ شواو په درېیم ځل کې یې څلورمه وېکټه هم وسوځوله، چې په دې سره یې په ۴ اورونو کې د ۱۱ منډو په بدل کې ۴ وېکټې واخیستې، یو لوبغاړی یې رن اوټ کړ او بل یې سټم میس شو.د بنګلور لوبډلې د ستر هدف بشپړولو په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یوازې ۱۱۳ منډې جوړې کړې. د دوی له خوا زیاتې ۳۷ منډې ګرانډهومې جوړې کړې.همدا ډول راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې ، خو په کومه وېکټه اخیستلو بریالی نه شو، خو نوموړی یو لوبغاړی رن اوټ کړ.د دې غوره لوبغاړی جونی بیرسټو ونومول شو، نوموړی د ۷ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو په مرسته ۱۱۴ منډې جوړې کړې، بنګلور لوبډلې یوازې د بیرسټو منډې هم بشپړې نشواى کړای او د ۱۱۸ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید