روزنامه هیواد

محمد طاهر زهیر په بریالۍ توګه د (( سرتېری فلم)) جشن د پای ته رسېدو مبارکی وویله

د ((سرتېری فلم )) جشن چې د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو د ملاتړ ملی ورځې په مناسبت پیل شوی و، وړمه شپه پاى ته ورسېد.د دې جشن د پاى په مراسمو کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ، د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د یوشمېر مسوولینو، فلم جوړوونکو او سینماګرانو په ګډون جوړ شو، په پیل کې د هېواد لومړۍ مېرمنې په خپل تصویری پیغام کې د ((سرتېری فلم)) جشن له جوړوونکو څخه مننه وکړه ،چې د دې جشن په جوړولو سره یې د سرتېری لوړ مقام ته درناوی وکړ.هغې وویل: افغان زړور سرتېری د دغه هېواد رښتینی اتلان دی؛ له خپل سر او ځان څخه تېریږی او هڅې کوی، چې د خپلو هېوادوالو ځان وژغوری او تل د خپل هېواد مدافعان واوسی.وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر په خپلو خبرو کې له ملی رادیو ټلوېزیون، د ملی دفاع او کورنیو چارو له وزارتونو، د ملی امنیت له لوی ریاست، له ملی امنیت شورا، د چارو له ادارې او هغو کسانو څخه ،چې د دغه جشن په جوړولو کې یې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مرسته او همکاری کړې ده؛ مننه او قدردانی وکړه. دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، د هېواد د جمهوررییس د پاملرنې په خاطر (له حاشیې څخه متن ته د فرهنګ د راوړلو فکر) چې د هغه په ځانګړی ملاتړ عملی کېږی؛ هم مننه وکړه. ده څرګنده کړه: موږ د (( جمهوریت جام)) چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د افغانستان هنرمندان او موسیقی غږوونکی په کې ونډه ولری ډېر ژر جوړوو او په راتلونکی کال کې ۱۰۰ ستر او کوچنی ملی، نړیوال او سیمه ییز فرهنګی پروګرامونه تر لاس لاندې لرو.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست هیله څرګنده کړه ،چې په راتلونکی کال کې له دغه جشن څخه لا پرتمین جشن جوړ شی او زیاته یې کړه: هیله لرو په فرهنګی ګامونو سره وکولاى شوو په هېواد کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې مرسته وکړو.همدارنګه د افغان فلم رییسې صحرا کریمی وویل، چې د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو په ملاتړ د ((سرتېری فلم)) جشن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د افغان فلم ریاست د ملی رادیو تلوېزیون په همکارۍ او د ملی دفاع او کورنیو چارو د وزارتونو، د ملی امنیت د لوى ریاست او د ملی امنیت شورا په ملاتړ جوړ کړ.هغې زیاته کړه: په دغه جشن کې ۵۵ فلمونه استول شوی وو ،چې له جملې څخه یې نږدې۴٠ فلمونه سیالۍ ته لاړل او له دې جملې څخه ژوری پلاوی غوره فلمونه د جایزې وړ وپېژندل.د دغه جشن د پاى په مراسمو کې، د مستند او لوړ مستند فلمونو د سیالۍ ګټونکو، د لوړ مستند فلم غوره تصویر اخیستونکی او ګارګردان او دغه راز داستانی او لوړ داستانی فلمونو، غوره فلمنامې، تدوین، غږ اخستونکى، تصویر اخستونکى او لوړ داستانی فلم ته جایزې ورکړ شوې.

ممکن است شما دوست داشته باشید