روزنامه هیواد

محمد طاهر زهیر: د مینیاتورى او خطاطۍ د هنرونو د پیداېښت ځاى افغانستان دى

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیرپرون په غونډه کې څرګنده کړه، چې د مینیاتورى او د خطاطۍ د هنرونو د پیداېښت ځاى د افغانستان هرات دى .په دې خبری غونډه کې چې د افغانستان لپاره د یونسکو استازى او د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګی برخې مسوول هم حاضرو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وویل: په دې وروستیو وختو کې ترکیې او ایران اقدام کړى ،چې د مینیاتورۍ اوخطاطۍ هنرونه د خپلو هېوادونو په نامه ثبت کړی. چې دغه موضوع د افغانستان د اندېښنې سبب شوې ده.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست له دغو دوو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې زیات دقت وکړی او د دغو دوو هنرونو د پیدایښت ځاى او اسالت ته چې افغانستان دى ، درناوى وکړی.ده څرګنده کړه : کمال الدین بهزاد د تیموریانو په دوره ، سلطان حسین بایقرا او د امیر علی شیرنوایی په دورو کې د مینیاتورى او نقاشی بنسټ اېښودونکى و.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر وویل: که چېرې په دغو دوو هنرونو د مالکیت ادعا وشی، د هغه اصلی خاوند افغانستان دى او په ټولو تاریخی متونو او منابعو کې لیکل شوی،چې کمال الدین بهزاد د اسلامی مینیاتورى ، انځورګرى او د رنګ امیزى بنسټ اېښودونکى دى . محمد طاهر زهیر زیاته کړه: ترکیه او ایران کولاى شی د دغې خبرې په منلو سره چې افغانستان د دغو دوو هنرونو مالکیت اواصالت لری، له موږ سره شریک ووسی  او له یونسکو څخه هم وغوښتل چې په دې برخه کې جدی پاملرنه او لازم اقدام وکړی. او دغه دوه هنرونه د افغانستان په نامه اود ایران اوترکیې په شراکت ثبت کړی.د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د هېواد د فرهنګی میراثونو او ابدوپه برخه کې د دغه وزارت د کارونو په باب هم معلومات ورکړل او ویې ویل: دوه ملموس فرهنګی میراثونه په یونسکو کې ثبت شوی، چې یو د غور د جام څلى اوبله یې د بامیانو درې د فرهنګی منظره ، دى . ده زیاته کړه : دغه راز د هېواد دوه ملموس فرهنګی میراثونه د بابر بڼ او د هرات د جامع جومات هم د نړیوالو میراثونو د ثبت په بهیر کې دى او رباب جوړول، دلرګیو پرمخ نورستانی کندنکارى، د لرګیو پرمخ کلاسیک کندنکارى او د نستلیق خط هم مستند شوى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید