روزنامه هیواد

محمد طاهر زهیر: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له محصلانو سره هېڅ راز همکاری نه سپموی

د کابل پوهنتون د محصلانو اتحادیې رییس پرون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست او کاندید وزیر محمد طاهر زهیر سره په کتنه کې د دغې اتحادیې د موخو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل. په دې کتنه کې د کابل پوهنتون د محصلانو اتحادیې رییس امید مهریار په داسې حال کې چې د دې اتحادیې د مشرتابه پلاوی یوشمېر غړی هم حاضر وو، د یادې اتحادیې د موخو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او له دې اتحادیې سره یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.ده دغه راز د (افغانستان د محصلانو د ملی خبرو او د محصلانو د سراسری اتحادیې د جوړولو پروګرام) په اړوند چې په نږدې راتلونکې کې به په کابل کې جوړ شی، هم توضیحات ورکړل.ده وویل، چې دغه پروګرام به د کابل پوهنتون د محصلانو اتحادیه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معیینیت په همکارۍ ترسره کړی، چې په هغه کې به د هېواد له ټولو ولایتونو څخه د پوهنتونونو او د دولتی لوړو زده کړو موسسو د  محصلانو استازی ګډون وکړی.د کابل پوهنتون د محصلانو اتحادیې رییس څرګنده کړه، چې په دغه پروګرام کې به د محصلانو استازی د سولې په بهیر کې د محصلانو د دریځ او رول، د محصلانو د سراسری اتحادیې د جوړولو، د پوهنتونونو او د هېواد د لوړو زده کړو په نظام کې د محصلانو د ستونزو په اړوند خپلې نظریې، پیشنهادونه او طرحې وړاندې کړې. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه: په هېواد کې فرهنګ ته څرنګه چې باید پاملرنه وشی، نه ده شوې، په داسې حال کې چې فرهنګ باید د کار په لومړیتوب کې وی.دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کابل پوهنتون د محصلانو اتحادیې مشرتابه پلاوی ته د دغه وزارت د همکارۍ ډاد ورکړ او ویې ویل، چې دغه وزارت په بېلابېلو برخو کې له ځوانانو او په تېره بیا محصلانو سره هېڅ راز همکاری نه سپموی.   باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید