روزنامه هیواد

محمد طاهر زهیر: باختر اطلاعاتی آژانس باید د سیمې او نړۍ په کچه له مهمو آژانسونو څخه شی

د باختر اطلاعاتی آژانس د تاسیس ۸۰ یمه کالیزه پرون په پرتمینې غونډې سره په کابل کې ونمانځل شوه.

یاده غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست او کاندید وزیر محمد طاهر زهیر، د دغه وزارت د مشرتابه پلاوی او د یوشمېر دولتی مسوولانو، فرهنګی او رسنیزو شخصیتونو او د باختر اطلاعاتی آژانس د کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د باختر اطلاعاتی آژانس رییس نجیب الله شینواری وویل، چې د باختر اطلاعاتی آژانس د اتیایمې کالیزې نمانځنه په داسې حال کې چې  موږ ټولو ته د خوشحالۍ ځای دى، د باختر اطلاعاتی آژانس تېرو فعالیتونو ته د بیا کتنې فرصت دى، د دغه آژانس د هغو لوړو او ژورو چې په ۸۰ کلونو کې یې تېرې کړې  دی او دغه راز د دغه آژانس اوسنی وضعیت او  نشراتی  فعالیت ته د بیا کتنې یو فرصت دی.

شینواری زیاته کړه: که وغواړو ژوندی پاتې شوو؛ وده او پرمختګ وکړو؛ باید ځان له نویو رقابتی لارو چارو سره عیار کړو.

د باختر اطلاعاتی آژانس رییس څرګنده کړه: موږ پر آزاد، سالم، مثبت او رغند رقابت باور لرو؛ هغه رقابت چې د بیان آزادۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسی حق او په هېواد کې د ازادو مطبوعاتو په پیاوړی کولو کې مرسته وکړی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر هم په خپلو خبرو کې د باختر اطلاعاتی آژانس۸۰ یمه کالیزه د باختر آژانس رییس او د دغه بنسټ خبریالانو او د هېواد نورو رسنیو ته مبارکی وویله.

ده  څرګنده کړه ،چې ٨٠ کاله مخکې د ملت بابا د سلطنت په وخت کې دغه اطلاعاتی آژانس فعالیت پیل کړ او په دې موخه جوړ شو، چې په مشرق کې یو خبری بنسټ او د ختیځ مرکزی او محوری خبری آژانس وی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وویل، چې د٢٠ کلونو په موده کې په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې څه دپاسه ٣۵٠٠ رسنۍ ثبت او راجسټر شوې دی، خو د دغه کمیت په اندازه باید کفیت ته هم پاملرنه وشی.

ده د دې ترڅنګ چې د باختر اطلاعاتی آژانس کړه وړه او فعالیتونه یې په نیکی یاد کړل، څرګنده یې کړه چې باختر اطلاعاتی آژانس باید د سیمې او نړۍ په کچه  یو له مهمو او معتبرو آژانسونو څخه شی.

دغه راز په دې غونډه کې په فرهنګی چارو کې د جمهوری ریاست سلاکار شاه حسین مرتضوی، اورځلا، احمد سعیدی، نجیب الله منلی، احمدضیا بومیا او صدیق الله توحیدی په وار سره خبرې وکړې.

دوى د باختر اطلاعاتی اژانس فعالیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل ،چې په یاد اژانس کې مجرب ظرفیتونه شته. هغوی د وسایلو، تجهیزاتو او امکاناتو کمښت د دغې رسنۍ د کار مخې ته خنډونه یاد کړل.

په یاده غونډه کې هغه مستند فلم چې د باختر اطلاعاتی اژانس د مخکنیو فعالیتونو په اړوند جوړ شوى و، نندارې ته وړاندې شو.

دغه راز د غونډې په بله برخه کې ګډونوالو آزاد بحث وکړ او د باختر اطلاعاتی آژانس د فعالیتونو او د دغه آژانس د کارونو د ښه والی په اړوند خپلې نظریې وړاندې کړې.

د غونډې په پاى کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معیین عبدالمنان شېواى شرق د غونډې بحثونه راټول کړل او څرګنده یې کړه: په باختر اطلاعاتی آژانس کې ښه او مجرب کسان او ظرفیتونه شته چې د حکومت رهبری  باید د باختر آژانس د حالت د ښه والی لپاره لازمه همکاری او پاملرنه وکړی چې په راتلونکی کې په دغه خبری آژانس کې د بدلون او ښه والی شاهد واوسو.  باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید