روزنامه هیواد

محمد حنیف اتمر د ناټو له ملکی استازی سره پر افغان سوله غږیدلی

بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په دې هېواد کې د ناټو له ملکی استازی سټیفانو پونتېکورو سره پر افغان سولې خبرې وکړې. د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هېواد وویل: (( پر اوربند، د تاوتریخوالی د سمدستی کمولو او پر یوه داسې څار مېکانیزم خبرې وشوې چې د تاوتریخوالی په کمولو باندې نظارت وکړی او د ټولو خواوو د اعتماد او منلو وړ وی.)) ښاغلی هېواد د دې مېکانیزم په اړه چې د چهارشنبې په ورځ خبرې پرې وشوې نور توضحیات ورنه‌کړل، خو ویې‌ ویل، چې د ناټو ملکی استازی څرګنده کړه چې په قطر کې باید ژر د طرزالعمل پر سر خبرې نهایی شی او مذاکرات بلې مرحلې ته داخل شی ترڅو د بشردوستانه اوربند په رامنځته کولو تمرکز وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید