روزنامه هیواد

محمد حنیف اتمر: ایران دې د اوکراینۍ الوتکې په پېښه کې د افغان قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړی

د افغانستان حکومت یو ځل بیا د هغو وژل شویو افغانانو د کورنیو لپاره د خسارې یا تاوان ورکولو غوښتنه وکړه، چې په تهران کې یې الوتکه د ایرانی پوځیانو له‌خوا ووېشتل شوه.دا پېښه چې نږدې شپږ میاشتې وړاندې وشوه، په کې ۱۳ افغانان ووژل شول.د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف د پنجشنبې په ورځ په غونډه کې وویل، د شپږ هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ، د هغې اوکراینې الوتکې د سقوط په اړه چې د جنوری په میاشت کې په تهران کې وویشتل شوه، باید څېړنې وشی او همدا ډول ایران د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړی.د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایی: افغانستان غواړی چې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ترڅنګ، بیمه هم ورکړل شی.ده زیاته کړه: (( طبعاً باید هغو کورنیو ته چې زیانمنې شوی، باید بیمه ورکړل شی او تاوان ورکړی، د ایران دولت منلې چې تاوان ورکړی.))د ښاغلی اتمر له قوله، افغانستان له پنځو نورو هېوادونو سره یو ځای د ۷۵۲ شمېرې اوکراینې الوتکې د سقوط په اړه چې د جنوری په اتمه وویشتل شوه، د څېړنو د روښانه کېدو په هڅه کې دی.اتمر زیاتوی: (( غواړم ټینګار وکړم چې دا مسئله د افغانستان د اسلامی جمهوریت د ژمنو او په لوړه کچه د د دیپلوماتیکو هڅو په نظر کې نیولو سره، له موږ لرې نه ده ،چې ژر به انشاالله پایلې ته ورسېږو.))د اوکراین ۷۵۲ شمېره الوتکه د روان کال د جنوری په اتمه د امام خمینی له هوایی ډګر د الوتنې لږ وروسته، په تهران کې په دوو راکټونو وویشتل شوه، چې په کې سپاره ۱۷۶ کسان ووژل شول.دا پېښه هماغه شپه وشوه، کله چې ایران د جنرال قاسم سلیمانی د وژنې د انتقام اخیستو لپاره په عراق کې د امریکا نظامی اډې په نښه کړې.د سپاه پاسداران مشر قوماندان جنرال قاسم سلیمانی له دې پېښې ۵ ورځې وړاندې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې په بغداد کې ووژل شو.ایران وایی، د ځای د غلط قیاس، د راکټونو د بټریو غلط مسیر او تر خوا یې د لوړ پوړو پوځی افسرانو او سرتېرو ترمنځ اشتباه اړیکو په پایله کې د اوکراین مسافرین وړونکې الوتکه سقوط شوه.ایران لومړیو کې ویلی و چې د اوکراین دا مسافر وړونکی الوتکه د تخنیکی ستونزو له کبله لوېدلې ده، خو وروسته یې د انسانی خطا او د سپاه پاسدران د راکټونو په وسیله ویشتل شوې وبلله.

ممکن است شما دوست داشته باشید