روزنامه هیواد

محمد اشرف غنی: پر ملی امنیت شوې پانګونه به دوام وکړی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غنی د سې شنبې په ماښام د ملی امنىت د شش درک قرارګاه ته ولاړ او په مىدان ښار کې د وروستۍ ترورىستی پېښې په اړه د ملی امنىت د رهبرۍ پلاوی او د دې رىاست منسوبىنو سره خپله غمشرىکی او خواخوږی وښوده.په دې کتنه کې د ملی امنىت لوى رییس محمدمعصوم ستانکزی، عبدالمتىن ګوهر، عبدالجلىل ظاهر، احمدضىا سراج او بشىر احمد خبرې وکړې او د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه ىې د جمهوررییس د همېشنۍ څارنې او ملاتړ مننه وکړه.دوى دغه راز د بشری او تخنىکی وړتىا لوړولو، د معلوماتو د راټولولو، له ترورىزم او سړی تښتونې سره د مبارزې او ملی امنىت د لوى رىاست د لاسته راوړنو په اړه تفصىلی خبرې وکړې.وروسته جمهوررییس غنی خبرې وکړې او وې وىل: زه نن د غمشرىکۍ او دغه راز په وروستىو لسو مىاشتو کې د ملی امنىت د  پرمختګونو د مننې او مبارکۍ لپاره راغلى ىم.جمهوررییس زىاته کړه: هغه عملىات او دستګىری چې د ملی امنىت د راپورونو پاىله وه، ښې لاسته راوړنې دی او نن خلک ډاډه دی، چې د ترورىستی پېښو عاملان به خپله سزا ووىنی.د هېواد جمهوررییس ووىل: زموږ ملی امنىت باىد تحرک او داىمی پرمختګ ولری، ځکه له متحرک او فعال ملی امنىت پرته د خلکو هیلې نه شی ترلاسه کېداى.جمهوررییس څرګنده کړه: ملی امنىت باىد نهاد محوره شی، چې د افغانستان لنډمهاله او اوږدمهاله منافع تامىن کړی. هغه زىاته کړه: پر ملی امنىت شوې هراړخىزه پانګونه به دوام ومومی.جمهوررییس ووىل: افغانستان د ټولې نړۍ د  امنیت بىمې لومړۍ کرښه ده او له نړۍ سره زموږ پاىداره اړىکې د همدې قربانۍ محصول دى.وروسته جمهوررییس د ملی امنىت د هغو ټپی منسوبىنو د روغتىاىی وضعىت د پوښتنې په موخه چې تېره اوونۍ په مىدان ښار کې د افغانستان د دښمنانو په ترورىستی برىد کې ټپىان شوی وو، د غازی امان الله خان روغتون ته ولاړ.جمهوررییس غنی د ىادو منسوبىنو سرښندنه او زړورتىا وستاىله او معالجو ډاکټرانو ته ىې دنده وسپارله چې د ټپىانو د درملنې په موخه دې هىڅ راز هڅې نه سپموی

ممکن است شما دوست داشته باشید