روزنامه هیواد

محمد اشرف غنی: پرشا تګ نه منو، نه هم خپل هویت خرڅوو

د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمه کلیزه د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی په ګډون د پنجشنبې په ماښام د دارالامان په بیارغاول شوې ماڼۍ کې ونمانځل شوه.د هېواد جمهوررییس دارالامان ماڼۍ ته له رسېدو سره سم، په داسې حال کې چې لومړۍ مېرمن او یو شمېر لوړپوړو دولتی چارواکو، رهبرانو، ملی او سیاسی شخصیتونو یې ملتیا کوله، د پټۍ په پرې کولو سره د دارالامان بیارغول شوې ماڼۍ پرانیسته.وروسته، بهرمېشتی افغان وارث وزیری د قران عظیم الشان یو ټوک خطی نسخه جمهوررییس غنی ته ډالۍ کړه. وزیری وویل: د کتبی تاریخ او د هېواد د معنوی میراث د مهمې برخې د ساتنې لپاره موږ په لندن کې د افغانستان د تاریخی مطالعاتو مرکز په چوکاټ کې ګڼ شمېر کتابونه، معاهدې، مجلې، سفرنامې، نقشې، البمونه او د افغانستان د معاصر تاریخ کمساری ناچاپه آثار په ځانګړی ډول د افغان انګلیس جګړې په اړه راټول او خوندی کړی دی.په همدې ترتیب، د هېواد جمهوررییس د دارالامان ماڼۍ درېیم پوړ ته ولاړ او هلته یې د پوستی ټکټ د لیدو او په افغان پوسټ ټکټ د لاسلیک او ټاپې وهلو ترڅنګ، د تاریخی آثارو نندارتون ولیده.جمهوررییس همداراز، د غازی امیر امان الله خان دولتی نښان احمد وفی امین او د غازی وزیر محمد اکبر خان مډال عبدالرحمن عطاش ته د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې او مرمت په برخه کې د هغوی د هڅو او خدمتونو د تقدیرولو له امله ورکړ.وروسته جمهوررییس غنی او د هېواد لومړۍ مېرمن د دارالامان ماڼۍ ساحه کې چې په رڼاګانو ښکلې شوې وه، د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړ.د سیمه ییزو ارګانونو ادارې عمومی رییس عبدالمتین بېک یادو مراسمو ته په ویناکې وویل: د خپلواکۍ اصلی اتلان د افغانستان خلک دی. افغانانو هر وخت خپله خاوره له یرغلونو ژغورلې ده، له استعمار سره له مقابلې تر جهاد او مقاومت، له ترورېزم سره له مباررزې د جمهوری نظام لپاره تر درېدو، د دې ازاد او سرلوړی ملت کارنامې دی.وروسته، د افغانستان د درى زره کلن تصویری تاریخچې بسته ، چې زموږ د تاریخی عظمت او لرغونتوب ښودنه یې کوله او د مختلفو تاریخی دورو زعیمان یې ښودل، نندارې ته وړاندې شوه.د دې مراسمو په جریان کې، د هېواد د بېلابېلوولایتونو د پوهنې ترانې ملی ټیم چې ملی او محلی لباسونه یې اغوستی وو، په پښتو، دری او اوزبیکی ژبو خپلې ښکلې او له هېوادنۍ مینې ډکې ترانې وویلې.د غازی امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د دې مراسمو بله ویناواله وه او په خپلو خبرو کې یې وویل: کله چې شاه امان الله خان خپلواکی واخیسته، لومړنۍ جمله یې دا وه ، چې وسلې پر مځکه کېږدئ او قلم واخلئ، ځکه یو بېسواده ملت هېڅکله هم ازاد نه وی.هغې زیاته کړه: زما د پلار لویه هیله نجونو او هلکانو ته د ښوونځیو جوړوول و او مور مې ملکه ثریا د مستورات په نوم، چې وروسته یې نوم په ملالۍ تغییر شو، ښوونځى جوړ کړ.شهزادګۍ هندیه وویل: پلار مې اصیل مسلمان، فوق العاده ملت دوست او مهربانه پلار و او له جمهوررییس یې د دغې ودانۍ د بیارغاونې له امله چې د ټولو افغانانو لپاره ملی سمبول دى، مننه وکړه.د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی په خپلو خبرو کې وویل: موږ نن د دارالامان ویجاړه شوې ودانۍ بېرته ورغاوله. په هماغه تاریخی عظمت د دارالامان ماڼۍ بیاراپورته کېدل، زموږ د ملت له بیاراپورته کېدو سره په زړه پورې ورته والی لرى.ده زیاته کړه: زموږ ملت ټپی شو. افغانستان ټپی شو، خو نن زموږ ملت لکه د دارالامان ماڼۍ بیا په خپلو پښو ودرېد.جمهوررییس وویل: دا ودانۍ د تاریخ یوه بېلګه ده چې ښیی موږ د دولت، عزت او وقار لرونکی یوو. د غازی امان الله خان یاد او خاطرې ژوندۍ ساتو او په ویاړ یې یادونه کوو، خو زموږ اصلی موخه د خپلواکۍ یادول او نمانځنه ده.جمهوررییس غنی څرګنده کړه: تروریستانو زموږ د بیګناه هېوادوالو د وینې په تویولو سره وکولای شول د دې ورځې نمانځنه وځنډوی، خو هغوی به هېڅکله هم بریالی نه شی، چې موږ له پرمختګ، تحول او آزادۍ غوښتنې څخه وګرځوی.ده وویل: د افغانستان لوی ملت په کلکې ارادې دا مسیر انتخاب کړی او حرکت به پرې کوی. د دې ورځې نمانځنه د دې لپاره مهمه ده چې دا ورځ د ملی یووالی، ملی پیوستون او د تحول او غوره راتلونکی لپاره د ژمنې نوی کولو فرصت دى.د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: موږ خپلو دې هڅو ته دوام ورکوو. هېڅکله به یوه کوچنی اقلیت ته چې زموږ د ملی او تاریخی سمبولونو، آزادۍ او پرمختګ دښمن دی، تسلیم نه شو.جمهوررییس وویل: د افغانستان دښمنانو ډېره هڅه وکړه چې زموږ تاریخی سمبولونه له منځه یوسی، خو سل کاله کېږی د هغوی دغه هڅې ناکامېږی او موږ د تېری او یرغل له خاورې او ایرو راپورته کېږو، راپورته کېږو او راپورته کېږو.جمهوررییس غنی څرګنده کړه: ډارن، شیطان صفته او د دې خاورې کینه کښ دښمن د بودا مجسمې په ډالۍ شویو باروتو ورانې کړې، چې په چاودنو سره موږ له لرغونی تمدن څخه جلا کړی، خو ناکامه شول.د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس وویل: له خاورو جوړ شوی بودا ونړول شو، خو هغه بودا چې ښیی موږ هېڅکله بې معرفته او بې علمه نه وو، د ورانېدو او ویجاړېدو نه دی. هېڅ باروت زموږ هویت نه شی الوزولی.ده زیاته کړه: د ننګرهار او د پکتیا د میرزکې تاریخی آثار یې لوټ کړل او په پنجاب کې یې په خپلو کورونو کې نندارې ته کېښودل، هغوی د دې لپاره دا کار وکړ، چې ننګرهار او پکتیا له خپل لوی تاریخ څخه جلا کړی او دغه دوه ولایتونه د خپل حاکمیت یوه برخه وبولی.جمهوررییس وویل: کله چې یې د دین تر نقاب لاندې په کندهار برید وکړ، هغوی هڅه وکړه چې باوقاره او لوی کندهار د تفرقې په مرکز بدل کړی، څه یې وکړل؟هغوی ناکامه شول.جمهوررییس محمد اشرف غنی وویل: پروان تر پخوا لا ډېر زرغون او غښتلى ولاړ دی. دغه لرغونې ساحه چې زرګونه کاله د تمدنونو متن یا لاره وه، دوى غوښتل په سوځول شوې ،مځکه یې بدل کړی، خو ونتوانېدل او وبه نه توانېږی. پروان لکه د افسانوی مارغه بېرته له ایرو راپورته شو او والوت.جمهوررییس وویل: د دارالامان ماڼۍ د پرانیستلو موخه دا نه ده، چې زموږ بې وزله ملت ماڼیو ته اړتیا لری. نه، دا د دې لپاره دی، چې وښیو که موږ هر څومره بېوزله شو هویت نه پلورو. که هر څومره وږی پاتې شو، نه تسلیمېږو. په خپلو مټو هم خپل هویت ساتو او هم یې غښتلی کوو.جمهوررییس زیاته کړه: موږ د پایدراه دولت بنسټ ایښى او انشاءالله دا ملت به یې غښتلى کړی. داسې دولت چې تر یوه بیرغ لاندې د دې ،ځمکې د هر فرد د عزت او شرف، د هر افغان ښځې او نارینه، هر عالم او کروندګر او هر افغان ماشوم ساتنه وکړی او زموږ د قوی ملی احساس استازیتوب وکولای شی.جمهوررییس وویل: د دې ملت دا تاریخی پېغور باید پای ته ورسوو،چې قوی دولت یې نه دى لرلی او یوازې جمهوریت دی، چې له بل هر افغان سره د یوه افغان برابری تامینوی. ورک شوی جمهوریت زموږ د ملت تاریخ دی او هغه مو بېرته موندلى او درى رنګه بیرغ تر یوه واحد ملی چتر لاندې د اوسېدو لپاره زموږ اجماع ده.جمهوررییس څرګنده کړه: هغه کورنۍ چې اولادونه یې په امنیتی او دفاعی ځواکونو کې په خدمت کې دی، زموږ د ټولنې غمی دی، ویاړ او درناوى یې کوو او د شهیدانو یاد زموږ په زړونو کې ژوندى دى. ده زیاته کړه، زموږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو په وړتیا او ملی غرور، دښمن هېڅکله موږ تې ماته نه شې راکولی.جمهوررییس څرګنده کړه: موږ سوله راولو، هغه سوله چې په هغه کې زموږ وقار غښتلى شی او ملت مو بې غږه او چوپ نه شی، لورګانې مو له وېرې پرته ښوونځیو ته ولاړې شی او مېرمنې په دولت، اقتصاد او ټولنه کې مشارکت ولری او ټول افغانان تر درى رنګه بیرغ لاندې راټول شی.

ده وویل: موږ هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوو چې زموږ تر ښکلی ملی هویت لاندې باروت کېږدی.جمهوررییس وویل: د سولې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ په روانو مذاکراتو نظارت لرو. په دې اړه موږ ، ځکه چوپ یوو او معلومات نه شریکوو ، چې د افغانستان اسلامی جمهوریت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات نه دی پیل شوی او کله چې امریکا او طالبان تفاهم ته ورسېږی او له طالبانو سره زموږ مذاکرات پیل شی، موږ به د دې پروسې ټول جزئیات له خلکو سره شریک کړو.ده څرګنده کړه: ټاکنې ترسره کېږی او د جمهوریت د بقا لپاره شفافې ټاکنې ډېرې مهمې دی او د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره په بېساری تیارى ډول نیول شوى دى.په دې مراسمو کې د جمهوررییس دویم مرستیال استاد سرور دانش، قاضی القضات او د سترې محکمې رییس، د مشرانو جرګې او ولسی جرګې مشرانو، د ملی امنیت سلاکار، لوی څارنوال، شهزادګۍ هندیه او شهزادګۍ ناجیه، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوری ریاست سلاکارانو، د دولت جوړوونکی ټاکنیز ټیم مرستیال امرالله صالح، د افغانستان د علماوو سراسری شورا رییس، د ملی شورا او سترې محکمې یو شمېر غړو، د وسله والو ځواکونو یو شمېر جنرالانو او افسرانو او په کابل کې د مېشتو دوستو هېوادونو یو شمېر سفیرانو او استازو او د مرکز او ولایتونو ګڼ شمېر اوسېدونکو حضور درلود.

ممکن است شما دوست داشته باشید