روزنامه هیواد

محمد اشرف غنی قاری عبدالکبیر حیدری ته د غازی ملامشک عالم دولتی مډال ورکړ

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهور رییس محمد اشرف غنی قاری عبدالکبىر حىدری ته ، چې د روسىې په مسکو ښار کې ىې د قرآنکرىم د تلاوت په سىالىو کې د نړۍ د ۷۰ قارىانو په منځ کې لومړى مقام  او د اسلامی نړۍ د غوره قاری لقب وګاټه، د نوموړی د وړتىا او کوښښونو د تقدىرولو په موخه د غازی ملامشک عالم دولتی مډال د ىو لړ مراسمو په ترڅ کې ورکړ.په دې مراسمو کې چې وړم مازدىګر په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شول، د جمهور رییس فرهنګی سلاکار اسدالله غضنفر د هىواد د جمهور رییس فرمان ولوست.جمهور رییس غنی د ىاد فرمان له ورکړې وروسته له قاری عبدالکبىر حىدری څخه په مننې ووىل:  د خوښۍ ځاى دى ،چې موده وروسته د هېواد بچى د قرآن عظىم الشان په قرائت کې ښه وځلېده.د هېواد جمهور رییس زىاته کړه: موږ د قرآنکرىم په حافظانو او قارىانو وىاړو او سږکال مې د روژې مبارکه مىاشت کې د هېواد د ۳۴ ولاىتونو قارىانو سره ولىدل او هغوى مې وهڅول.قاری عبدالکبىر حىدری د خلکو او حکومتی مقاماتو د هڅونې او د جمهور رییس له لوری د مډال د ورکړې  مننه وکړه او دىنی او قرانی برنامو ته د جمهور رییس د پاملرنې قدردانی ىې وکړه.همدارنګه قاری حىدری په خپل غږ د قرانکرىم د تلاوت ىوه سی ډی جمهور رییس ته ډالۍ کړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید